Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

روژه د فقر تر سیوري لاندې؛ زرنج ښار کې یو شمېر میندې د خپلو ماشومانو د لوږې کیسې کوي

زرنج (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۴): په داسې حال کې چې د روژې په میاشت کې ډېری کورنۍ د روژه‌ماتي لپاره خپل دسترخوانونه له بېلابېل ډول خوړو ډکوي، خو د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار په ځینو برخو کې داسې ښځې هم ژوند کوي چې ان د خپلو ماشومانو مړولو لپاره په کورونو کې خواړه نه لري نه لري او د مرستې غوښتنه کوي.

د ځینو میندو ترخې کیسې

حفیظه (مستعار نوم) د شپږو ماشومانو مور ده چې درې میاشتې مخکې یې دوه غبرګوني ماشومان زېږولي دي. هغه وايي، دغه دوه ماشومان د خوړو د کمښت له امله له خوارځواکۍ سره مخ شوي دي.

د هغې مېړه د کار لپاره ایران ته تللی او د حفیظې په وینا، هر دوه یا درې میاشتې وروسته یوازې درې تر څلور زره افغانۍ رالېږي؛ هغه پیسې چې د هغې په خبره، د کور د لګښتونو، لکه کرایه، ډوډۍ، دوا او د ماشومانو د شیدو لپاره بسنه نه کوي.

هغه وايي، د خوړو د کمښت له امله یې شیدې کمې شوې دي او نه شي کولی خپل نوي زېږېدلي ماشومان ماړه کړي؛ له همدې امله ماشومان یې زیاتره شپې د لوږې له امله ژاړي. حفیظه زیاتوي، د دې لپاره چې یوازې یو قوطی پوډري شیدې واخلي، اړه شوې د خپل کور سرفرشي چې شاوخوا زر افغانۍ ارزښت یې درلود، پر ۳۰۰ افغانۍ وپلوري.

هغه وايي، اوس یې په کور کې یوازې یو کیلو اوړه پاتې دي او کله ناکله ګاونډیان که اضافي خواړه ولري، مرسته ورسره کوي. د هغې په خبره، هره میاشت درې زره افغانۍ د کور کرایه ورکوي، خو څلور میاشتې کېږي چې د پیسو د نشتوالي له امله یې کرایه هم نه ده ورکړې او د کور مالک ترې غوښتي چې کور خالي کړي.

حفیظه وايي، که له کوره وایستل شي، نه پوهېږي له خپلو شپږو ماشومانو سره به چېرته ځي.

دا یوازې حفیظه نه ده چې د فقر او بېوزلۍ له امله د مرستې غوښتنه کوي. نادیه نوري چې د زرنج ښار د معصوم‌اباد کلي اوسېدونکې ده، وايي چې د خپلې څلورکسیزې کورنۍ سرپرسته ده؛ ځکه مېړه یې د نشې له امله کور پرېیښی او دوه کاله کېږي چې بیا نه دی راغلی.

هغه چې اوس شپه او ورځ خیاطي کوي څو د ځان، دوو ماشومانو او خپل خسر نفقه پیدا کړي، وايي: «زموږ په کور کې غوښه او وریجې نه پیدا کېږي، اوس د روژې په میاشت کې هم د خوړلو لپاره سم څه نه لرو. په دوو میاشتو کې یوازې د ګپدان یوه جوړه ګنډم چې دوه زره افغانۍ کېږي؛ اوس په دې پیسو اوړه واخلم که یې اوبو، برېښنا او د کور کرایې ته ورکړم؟»

د نادیې خسر موچي‌توب کوي، خو ډېری وخت تش لاسونه کور ته راځي.

نادیه له سوداګرو، دولت او خیریه بنسټونو غواړي چې د دوی په څېر بېوزلو خلکو سره مرستې وکړي.

ستاره چې د زرنج ښار بله اوسېدونکې ده او پنځه کاله مخکې یې مېړه مړ شوی او اوس د خپلې پنځه‌کسیزې کورنۍ یوازېنۍ نفقه راوړونکې ده. وايي: «ډېرې شپې د پېشلمي لپاره نه پاڅېږو.»

هغې چې د روژه‌ماتي لپاره یې څو رومي بانجان غوړیو کې سره کړي وو، وویل: «زموږ په کور کې هیڅ شی نشته، همدا څو دانې رومي مې پخ کړی چې هم روژه‌ماتی پرې وکړو او هم پېشلمی. نه مړېږو، خو مجبوره یو؛ ځکه د خوړلو لپاره بل څه نه لرو.»

پنځه کاله مخکې د ستارې مېړه په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو او له هغه وروسته د خلکو په کورونو کې ورځنی کار کوي او په لږو پیسو ډوډۍ، بوره او وچ چای برابروي.

ستاره د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي هم شکایت کوي او وايي: «اوس د کچالو او سبزیو د اخیستو وس هم نه لرم، ډېر وخت د پېشلمي لپاره نه پاڅېږو ځکه په کور کې څه نشته.»

هغه وايي، ځینې ورځې که ګاونډیان اضافي خواړه ولري، دوی ته یې ورکوي.

ستاره هم له خیریه بنسټونو، سوداګرو او دولتي مسوولینو غواړي چې د اړمنو کورنیو وضعیت ته پام وکړي.

دیني عالم: له اړمنو سره مرسته فرض ده

د نیمروز ولایت یو دیني عالم مولوي ګل‌احمد احمدي وايي: «زکات د اسلام مبارک دین له اساسي ارکانو څخه دی او پر هر مسلمان، که نارینه وي او که ښځه چې د مال نصاب ولري، ورکول یې واجب دی. دا شخصي یا حکومتي موضوع نه ده، بلکې الهي حکم دی چې الله تعالی پر مسلمانانو فرض کړی دی.»

د هغه په خبره، که شتمن کسان د مال له درلودو سره سره زکات ور نه کړي، د خدای پر وړاندې به مسوول وي.

هغه د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د حدیث په یادولو سره وویل: «که څوک د خپل مال زکات ور نه کړي، داسې ده لکه په خپل مال کې چې اور بل کړي؛ هغه اور چې ورو ورو د هغه د مال برکت له منځه وړي. د زکات او صدقې ورکول نه یوازې مال نه کموي، بلکې برکت او زیاتوالی پکې راولي.»

مولوي احمدي له سوداګرو او شتمنو خلکو هم وغوښتل چې د روژې په میاشت کې بېوزلو کورنیو ته ډېره پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ځیني خیریه بنسټونه او شتمن کسان د روژې په مبارکه میاشت او نورو وختونو کې هم له اړمنو سره مرستې کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.