Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هېواد شپږو ګمرکونو ته د ۱.۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت کرینونه وپېرل شول

کابل (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۴): د مالیې وزارت وایي، د هېواد شپږو ګمرکونو ته د ۱.۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت اته عرادې کرینونه وپېرل شول.

د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ګمرکونو لوی ریاست د هېواد په ګمرکونو کې د ګمرکي چارو د لا چټکتیا او سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د څه باندې یو میلیون او ۴۵۲ زره امریکایي ډالرو په ارزښت اته عرادې کرینونه وپېرل.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دغو کرینونو ماډل نوی دی او په ۲۰۲۵ کال کې تولید شوي دي، هره عراده د ۲۵ ټنه وزن د پورته کولو وړتیا لري.

سرچینه زیاتوي، دغه کرینونه به د بلخ، ننګرهار، کندهار، نیمروز، هرات او فراه ګمرکونو ته په واک کې ورکړل شي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، یاده پروژه د افغانستان اسلامي امارت او د ازبکستان دولت ترمنځ د (G2G) په ډول قرارداد شوې وه او لګښت یې د مالیې وزارت له پراختیايي بودیجې څخه ورکړل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.