کابل (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۴): د عدلیې وزارت وایي چې تېره میاشت یې په کابل کې د معاملاتو لارښوونې ۱۹ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه کړنو له امله تړلي دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضهليکونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال د سلواغې میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴۹ دفترونو نظارت کړی او کړنې یې څېړلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د دغه نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۹ دفترونه د غير قانوني فعاليتونو له امله تړل شوي او د نورو دفترونو په فعاليتونو کې شته ستونزې هم مشخصې او د حل په برخه کې یې متصديانو ته لازمې توصیې شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د معاملاتو لارښوونې او د عريضهليکونکو د چارو رياست د تېرې مياشتې په اوږدو کې ۹۰ غوښتونکو ته د معاملاتو لارښوونې د فعالیت نوي جوازونه ويشلي او د معاملاتو لارښوونې د فعالیت ۵۹ نور جوازونه یې تمديد کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په همدې موده کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳۵ تنو متصدیانو ته، په معاملاتو کې د وساطت د اصولو او د معاملاتو ترسره کولو څرنګوالي په اړه زدهکړې ورکړل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP