کابل (پژواک، ۲۱ حوت ۱۴۰۴): کابینې د افغانستان لاس یوکیلي موټرو ته د ګمرکي محصول تخفیف د ۱۴۰۵ کال تر پایه وغځاوه او د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ته یې دنده ورکړه چې د وارداتي توکیو په اړه له اړوندو ادارو او سوداګرو سره ناستې وکړي.
د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابینې غونډه تېره ورځ د رئیس الوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ وشوه.
د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې په غونډه کې پریکړه وشوه: «چې د افغانستان لاس یو کیلي موټرو ته دې ګمرکي محصول تخفیف د ۱۴۰۵هـ.ش کال تر پایه پورې په یو اندازه تخفیف سره وغځول شي.»
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ته دنده وسپارل شوه چې د ځینو اقلامو د وارداتو په برخه کې له اړوندو ادارو او سوداګرو سره ناسته وکړي؛ ترڅو شفافیت، کمیت او کیفیت په پام کې ونیول شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP