Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي او وانګ يي د افغانستان او چین پر اړیکو او د سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې

کابل (پژواک ٢٣ کب ١٤٠٤): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټېلېفوني خبرو کې د پاکستان له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د وروستیو تیریو په اړه ویلي چې افغانستان د خپل ولس او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع مشروع حق لري، خو په عین حال کې د کړکېچ د پراخېدو پر ځای د سیاسي حل ملاتړ کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي امیرخان متقي او د چین ولسي جمهوریت د سیاسي بیرو غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ټیلیفوني خبرې وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې مکالمه کې دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سیمې پر امنیتي وضعیت او د روانو سیمه‌ییزو تحولاتو پر اغېزو تفصیلي خبرې وکړې.

سرچینه زیاتوي چې مولوي امیرخان متقي د ا.ا.ا د بهرني سیاست پر اقتصادمحوره تګلارې ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغانستان له ټولو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د باور، متقابل احترام او اقتصادي همکاریو د پراختیا غوښتونکی دی.

نوموړي همداراز د سیمې وروستي امنیتي حالات یاد کړي او ټینګار یې کړی چې اسلامي امارت د هر ډول کړکېچ د حل یوازینۍ لار ډیالوګ او ډیپلوماسي بولي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د وروستیو تیریو په اړه د اسلامي امارت موقف هم شریک کړی او ویلي دي: “افغانستان د خپل ولس او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع مشروع حق لري، خو په عین حال کې د کړکېچ د پراخېدو پر ځای د سیاسي حل ملاتړ کوي.”

متقي زیاته کړې چي د پاکستان په بمباریو او توغندیزو بریدونو کي زیاتره ولسي وګړي ښځي او ماشومان په نښه کیږي او ملکي تاسیسات تخریبوي چي ښه بیلګه یې د تیري شپی د کابل او کندهار بریدونه دي.

د خبرپاڼې له مخې، وانګ يي د افغانستان او چین ترمنځ د مثبتو اړیکو د لا پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې چین د سیمې د ثبات او امنیت لپاره سیاسي تفاهم او د ستونزو د حل میکانیزمونه مهم بولي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې هغه د افغانستان له ډیالوګ محوره دریځ څخه هرکلی کړی او څرګنده کړې یې ده چې د عامو خلکو او ملکي تأسیساتو په نښه کول ورته د منلو وړ نه دي.

وانګ يي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وضعیت په اړه ویلي چې پوځي اقدامات د ستونزو د حل لاره نه ده او له دې سره د کړکېچ سطحه نوره هم لوړیږي.
د هغه په وینا، چین د تفاهم او باور د رامنځته کېدو لپاره د رغنده رول لوبولو ته چمتو دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.