Language

حامد کرزي د پاکستان د تېرې شپې بريدونه د نړۍوالو قوانینو ښکاره نقض بللی

کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۴): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان د تېرې شپې بريدونه په کلکه غندلي او هغه یې د ګاونډیتوب له اصولو، بشري ارزښتونو او نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې بللي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبيح‌الله مجاهد ویلي: «د تېرو تېریو او جنایتونو په دوام، یو ځل بیا د پاکستان پوځي رژیم په کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو سیمو کې بمباري کړې؛ دا ظلم به بې‌ځوابه پاتې نه شي.»

هغه زیاتوي چې په دې بمبارۍ کې یو شمېر ملکي وګړي شهیدان او ځیني نور ټپیان شوي دي.

کرزي پر خپله اېکس‌پاڼه په کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د‌ پاکستان د تېرې شپې بريدونه په کلکه غندلي دي.

هغه دغه بریدونه د ګاونډیتوب د اصولو، بشري ارزښتونو او نړۍوالو قوانینو ښکاره او جدي نقض بللی دی.

نوموړي یو ځل بیا د پاکستان له حکومته غوښتي چې له دښمنانه سیاستونو لاس واخلي، په لرلید دې عمل وکړي او له افغانستان سره دې د ښو او متمدنو اړیکو پر بنسټ تګلاره غوره کړي.

کرزي ټینګار کړی چې د دې ډول اقداماتو دوام به د دواړو هېوادونو د سولې، ثبات او اړیکو پر زیان وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.