Language

د بشري حقونو نړۍوال بنسټ: خوست کې پر استوګنيزو سيمو د پاکستان د توغندیز بريدونو بېړنۍ څېړنه دې وشي

کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۴): د بشري حقونو نړۍوال بنسټ وایي، د خوست د علیشېر ولسوالۍ پر استوګنیزو سیمو د پاکستان توغنديز بريدونه چې په پایله کې يې درې ماشومان شهیدان او لږ تر لږه شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي، باید په بې‌ پرې او شفاف ډول ژر وڅېړل شي.
د بشري حقونو نړۍوال بنسټ (IHRF) په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د روان کال د مارچ په ۱۲مه د افغانستان د خوست ولایت پر استوګنیزو سیمو شوي توغنديز بريدونه په کلکه غندي.
په اعلامیه کې راغلي چې د تایید شوو ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، د سهار شاوخوا ۴:۴۵ بجې د پاکستان پوځي رژیم د علیشېر ولسوالۍ پر صدیق غراب سیمه توپچي بریدونه کړي دي.
د دغه بنسټ په وینا، په دغه برید کې درې ماشومان شهیدان شوي او لږ تر لږه شپږ نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
یاد بنسټ زیاتوي چې په یوه استوګنیزه سیمه کې د درنو وسلو کارول د نړۍوال بشردوستانه قانون د رعایت په اړه جدي اندېښنې راولاړوي او پر ملکي سیمو برید د جګړې د جرم مصداق کېدای شي.
په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې په وروستیو کلونو کې څو ځلې د پولې له هغې خوا شوو بريدونو د افغانستان سرحدي سیمې، لکه خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار او کونړ ولایتونه اغېزمنې کړې چې له امله یې ملکي تلفات اوښتي، کورونه ویجاړ شوي او کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.
د دغه بنسټ مشر جاومه دي‌اورجل ویلي: «په خپلو کورونو کې د درېیو ماشومانو وژل کېدل یوه دردناکه تراجیدي ده او دا ښيي چې کله د جګړې قوانین له پامه وغورځول شي، ملکي وګړي تر ټولو ډېر زیان ویني.»
دغه بنسټ د افغانستان او پاکستان له حکومتونو غوښتي چې د دې پېښې په اړه بېړنۍ څېړنه وکړي، د نړیوالو قوانینو د احتمالي سرغړونو عاملین ځواب‌ویونکي کړي او د سرحدي سیمو د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره عاجل اقدامات ترسره کړي.
همدارنګه له دواړو لورو غوښتل شوي چې خپلواکو بشري حقونو سازمانونو ته اجازه ورکړي څو په زیانمنو سیمو کې د ملکي وګړو وضعیت وڅېړي او مستند یې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.