کابل (پژواک، ٢٣ کب ١٤٠٤): د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د ټاپي پروژې له رییس او د ترکمنستان له سفیر سره د دې پروژې د مسیر د ځمکو د استملاک د بهیر د چټکتیا او د بیو د عادلانه ټاکلو په اړه خبرې کړې دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت وزیر مولوي عطاءالله عمري د ټاپي پروژې له رییس مراد امانوف او د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره کتلي او په یادو مسایلو يې خبرې کړي دي.
په دې لیدنه کې مراد امانوف د ټاپي پروژې د پلي کېدو د بهیر په اړه معلومات وړاندې کړي او غوښتنه یې کړې چې د دې پروژې د مسیر د ځمکو د استملاک بهیر چټک شي او د استملاک کېدونکو ځمکو بیې دې د ټاپي پروژې د څلورو ښکېلو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړهلیک له مخې په عادلانه ډول وټاکل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي عطاءالله عمري د ټاپي پروژې پلي کېدل د افغانستان په ګټه بللي او د دې پروژې مسؤلینو ته یې ډاډ ورکړی چې د هېواد د نافذه اصولو او قوانینو له مخې به د ځمکو د اجارې ټاکلې بیې مشخصې شي.
د هغه په وینا، دا مهال د بیو د ټاکلو پر مسوده کار روان دی، څو د خصوصي، شخصي او امارتي ملکیتونو ځمکو لپاره عادلانه بیې وټاکل شي.
د ټاپي پروژه له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته د ګازو د لېږد یوه ستره پروژه ده، چې د هغې یوه برخه مسیر له افغانستان څخه تېرېږي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د دې پروژې د مسیر اړوند ځمکو د ارزونې، تثبیت او استملاک په برخه کې تخنیکي ونډه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP