Language

پاکستان په کوېټه، کوهاټ او راولپنډۍ کې د ډرون بريدونه تاييد کړل

کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۴): د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ تایید کړه چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري په کوېټه، کوهاټ او راولپنډۍ کې د ډرون بريدونه شوي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) په یوه اعلامیه کې هلته د څلورو کسانو ټپي کیدل هم تایید کړي دي.
بل لور ته، د پنجشنبې په شپه د راپورونو له مخې د پاکستان پوځ په کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او یو شمېر نورو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
دا په داسې حال کې چې تېره ورځ د افغانستان د ډرون له بریدونو وروسته د اسلام‌اباد هوايي ډګر د څه وخت لپاره تړل شوی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.