کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۴): د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ تایید کړه چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري په کوېټه، کوهاټ او راولپنډۍ کې د ډرون بريدونه شوي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) په یوه اعلامیه کې هلته د څلورو کسانو ټپي کیدل هم تایید کړي دي.
بل لور ته، د پنجشنبې په شپه د راپورونو له مخې د پاکستان پوځ په کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او یو شمېر نورو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
دا په داسې حال کې چې تېره ورځ د افغانستان د ډرون له بریدونو وروسته د اسلاماباد هوايي ډګر د څه وخت لپاره تړل شوی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP