کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۴): د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه قزاقستان ته ولاړه.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ویلي چې د وزلوبې، نېزهوهنې او دودیزو لوبو د ملي فدراسیون له لوري د هېواد د وزلوبې ۱۵ کسیزه ملي لوبډله – چې له ۱۲ چاپندازانو او د درېیو پلاوي غړو څخه جوړه ده – د وزلوبې نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه تېره ورځ قزاقستان ته ولاړه.
سرچینې زیاته کړې چې یادې سیالۍ د روانې مارچ میاشتې له ۱۵مې تر ۲۱مې نېټې پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره کېږي.
د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ۹ هېوادونو لوبډلې ګډون کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP