Language

پکن له کابل او اسلام‌آباده وغوښتل چې تاوتریخوالی راکم او خبرې پیل کړي

کابل (پژواک، ۲۴ حوت ۱۴۰۴): د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، هېواد یې هیله لري چې افغانستان او پاکستان ژر تر ژره د خبرو اترو لپاره سره کېني.

د پاکستان پوځي رژیم د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په شپه یو ځل بیا پر کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو سیمو هوايي بریدونه وکړل چې له امله یې ملکي وګړي شهیدان شول.

د افغانستان امنیتي ځواکونو هم د دغو بریدونو په غبرګون کې پر پاکستان غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کړي دي.

په همدې حال کې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې هېواد یې هیله لري افغانستان او پاکستان روان تاوتریخوالی راکم کړي، زغم وښيي او مستقیمو خبرو ته مخه کړي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ افغانستان او پاکستان ته د منځګړیتوب سفرونه پیل کړي دي.

د ده په وینا، پکن غواړي کابل او اسلام‌آباد هر څومره ژر چې کېږي اوربند اعلان کړي او شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

لین جیان همدارنګه زیاته کړې چې چین چمتو دی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پخلاینې او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره خپلو فعالو هڅو ته دوام ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.