Language

پېمرا په پاکستان کې د ځینو ټلوېزیونونو د خپرونو له هک کېدو وروسته امنیتي خبرداری صادر کړی

کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۴): په پاکستان کې د ځینو ټلوېزیوني شبکو د خپرونو له ګډوډېدو وروسته د دغه هېواد د الکترونیکي رسنیو د تنظیم ادارې (پېمرا) امنیتي خبرداری صادر کړی او له ټولو هغو ټلوېزیونونو چې له سپوږمکۍ سره تړلي، غوښتي چې د سیګنالونو د لاسوهنې او سایبري ګواښونو مخنیوي لپاره خپل د اپ‌لېنک سیسټمونه، د رمز ورکونې پروتوکولونه او د څارنې میکانيزمونه پیاوړي کړي.

خیبر نیوز راپور ورکړی چې د پاکستان د الکترونیکي رسنیو د تنظیم ادارې (پېمرا) د خیبر ټلوېزیون د خپرونو پر وړاندې د سایبري ګډوډۍ له یوې هڅې وروسته ټولو هغو ټلوېزیونونو ته له سپوږمکۍ سره تړلي، امنیتي خبرداری صادر کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دې ادارې د رسنیو له جواز لرونکو غوښتي چې خپل د اپ‌لېنک سیسټمونه پیاوړي کړي او د سیګنالونو د لاسوهنې د مخنیوي لپاره قوي ډیجیټلي امنیتي تدابیر ونیسي.

د پېمرا دغه امنیتي خبرداری له هغې پېښې وروسته صادر شوی چې پکې د خیبر ټلوېزیون پر ژوندۍ خپرونه د ګډوډۍ راتلو په موخه سایبري هڅه شوې وه.

د چارواکو په وینا، د پاکستان ځینې شبکې په دې وروستیو کې د خپرونو د لېږد له ستونزو سره مخ شوې دي؛ دا موضوع دې ادارې ته مهمه کړه چې په ټول هېواد کې خپرنیزو رسنیو ته نوې امنیتي لارښوونې صادرې کړي.

د دغه امنیتي خبرداري له مخې، د سپوږمکۍ ټلوېزیونونو جوازلرونکي مکلف دي چې د اپ‌لېنک تاسیسات بیا وڅېړي او د رمز ورکونې پروتوکولونه لوړ کړي.

همدارنګه د خیبر نیوز د معلوماتو له مخې، دې ادارې رسنیو ته لارښوونه کړې چې خپل د څارنې سیسټمونه او د نفوذ د پېژندنې وسایل پیاوړي کړي، څو هر ډول شکمن فعالیت په چټک ډول وپېژندل شي.

خیبر نیوز ادعا کړې چې د پېمرا دغه امنیتي خبرداری د ۲۰۲۶ کال د مارچ د ۱۲مې د شپې له سایبري پېښې وروسته صادر شو؛ هغه مهال چې د افغانستان فعالو هکرانو، د هند له اړوندو اسانتیا برابروونکو په ملاتړ، هڅه وکړه د خیبر ټلوېزیون د لېږد په سیګنال کې د لاسوهنې له لارې د دې شبکې ژوندۍ خپرونه ګډوډه کړي، خو د دې شبکې خپرونې پرته له کوم ځنډه روانې پاتې شوې.

د افغانستان او هند چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.