Language

کابل کې ۲۱ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۴): ستره محکمه وایي، د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍۲۱ مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.

د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې یادو ۲۱ کسان ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ، تابلیت کا)، شيشې، هيروينو، ترياکو، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو‎ تعزیري سزا ورکړل شوې ده.

سرچینې د معلوماتو له مخې، ابتدائیه محکمې یاد مجرمین له اوو میاشتو څخه تر څلورو کالو او درېيو میاشتو پر تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو.