Language

کندهار او کونړ کې د پاکستان بریدونه؛ مجاهد: د دغو شرارتونو ځواب به وویني

کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۴): پاکستان یو ځل بیا تېره شپه په کونړ او کندهار کې پر ملکي سیمو بریدونه کړي خو مرګ‌ژوبله نه لري او د اسلامي امارت ویاند وایي، د پاکستان تجاوز او شرارتونه به بې‌ځوابه پاتې نه شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي چې د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه په کندهار ولایت کې پر دوو ملکي سیمو هوایي بریدونه وکړل خو چا ته په‌کې زیان نه دی اوښتی.

هغه ویلي: «تېره شپه پاکستان یو ځل بیا تجاوز وکړ، د افغانستان حریم نقض شو، په کندهار کې دوه نقطې بمبارد شوې چې یو یې د معتادیو شفاخانې یو اړخ ویشتلی، چې هلته معتادین په کې معالجه کېدل او عام ملکي ځای دی، تلفات نه لري خو یو ځای یې نړولی دی، او بل یو خالي کانټینر چېرته پروت و، نه پوهېږم دوی څه فکر پرې کړی و، خو څوک په کې نه وو. پخوا په دغه ځای کې یو قراول و، خو اوس څوک نه په‌کې اوسېدل، تلفات خو هيڅ نه لري او دا ځایونه هم داسې عادي ځایونه دي چې دوی بمبونه پرې غورځولی دي، د تشویش هيڅ شی نشته دي، خلکو ته اطمینان ورکوو، ولې پاکستان باید د دغو شرارتونه او خپلو تجاوزونو ځواب وویني.»

‏دغه‌راز، د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر ضیاالرحمن سپین‌غر هم رسنیو ته ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پاکستان د دغه ولایت پر منورې، سرکاڼو، ناړۍ، دانګام او شلتن ولسوالیو ۱۵۹ توغندي توغولي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د پاکستان پوځي رژیم پر منورې ولسوالۍ ۴۰، پر سرکاڼو ۶۷، پر ناړۍ ۴۰، پر دانګام ۷ او پر شلتن ولسوالۍ ۵ فیره توغندي او توپونه ویشتي دي.

سپین‌غر زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې چا ته ځاني او مالي زیان نه دی اوښتی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.