Language

د معیار او کیفیت ادارې ۲۳ ټنه بې‌کیفیته ساختماني توکي بېرته صادروونکي هېواد ته ګرځولي

کابل (پژواک، ۲۶ حوت ۱۴۰۴): د معیار او کیفیت ادارې اعلان کړی چې ۲۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه چې له کورنیو معیارونو سره یې سمون نه درلود، له هر اړخیزې ارزونې وروسته بېرته صادروونکي هېواد ته ګرځولې ده.

یادې ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه اندازه اوسپنه د کورنیو بازارونو خوندیتوب او د مصرفووونکو د حقونو د ملاتړ په موخه، د کیفیت له دقیق کنټرول وروسته د شیخ ابونصر فراهی بندر له لارې بېرته صادروونکي هېواد ته استولې ده.

دې ادارې ټینګار کړی چې د ساختماني توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر د هېواد په ټولو بندرونو کې په شفاف، منظم او قاطع ډول روان دی او د بې‌کیفیته توکو واردولو پر وړاندې چې د خلکو روغتیا او خوندیتوب ته زیان رسوي، هيڅ ډول نرمښت نه ښودل کېږي.

د معیار او کیفیت ادارې له ټولو سوداګرو او واردوونکو غوښتي چې کورني معیارونه په جدي ډول مراعات کړي او د یوه سالم او باکیفیته بازار په رامنځته کولو کې خپل ایماني مسوولیت ادا کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.