Language

فطرت: د معتادینو پر شفاخانه د پاکستان برید له امله ۴۰۰ کسان شهیدان او ۲۵۰ نور ټپيان دي

کابل (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د معتادینو پر شفاخانه د پاکستان پوځي رژیم برید له امله تر دې مهال د شهیدانو شمېر ۴۰۰ کسانو ته رسېدلی او تر ۲۵۰ نور ټپيان دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه برید تېره شپه شاوخوا نهه بجې د امید په نوم د معتادینو د درملنې پر ۲زره بستریز روغتون شوی او د روغتون زیاتې برخې له منځه تللي دي.

هغه لیکلي چې تر اټکل د زياتو تلفاتو ويره شته، د شهيدانو شمېر تر دې مهاله ۴۰۰ تنو ته رسېدلی او تر ۲۵۰ پورې نور ټپيان شوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «دغه جنایت په کلکو ټکو غندو او دا ډول عمل د ټولو منل شوو اصولو خلاف بشر ضد عمل بولو.»

د پاکستان پوځي رژیم دغه په کور د ننه او بهر په سختو ټکو غندل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.