Language

د پنجشېر څه باندې څلور زره قیراطه زمرد وپلورل شول

کابل (پژواک، ۲۶ حوت ۱۴۰۴): د پنجشېر ولایت مقام اعلان کړی چې د دغه ولایت تازه استخراج شوي څلور زره او ۱۲۶ قیراطه زمرد په شپږ میلیونه او ۳۷۲ زره او ۵۱۷ افغانیو وپلورل شول.

د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې دا زمرد د دغه ولایت له بېلابېلو کانونو څخه استخراج شوي او د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ولایت کې د زمردو د استخراج بهیر د پام وړ ښه شوی او یوازې په تېر میاشت کې ۱۶ کسانو ته د کان‌کېندنې جوازونه ورکړل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د زمردو تر څنګ د نورو کانونو لکه سرب، اوسپنې، یاقوت او فیروزې د استخراج د پیل او پراختیا هڅې هم روانې دي.

د پنجشېر  ولایت مقام زیاته کړې چې دا بهیر په شفاف ډول ترسره کېږي او د عوایدو په زیاتوالي او د کانونو د سکتور په وده کې مهم رول لري.

Related Topics