کابل (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۴): د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې په راتلونکو درېیو ورځو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو او سېلابونو راتلو اټکل شوی دی.
یاد وزارت نن (سهشنبه، د کب ۲۶مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د روانې کب میاشتې له ۲۷مې څخه تر ۲۹مې پورې د هریرود – مرغاب، هلمند، شمال، کابل او پنجامو حوزو سیمو او ځینو اړوندو سیلبرونو کې د نسبتاً سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو اټکل شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې د غور، فاریاب، زابل، اروزګان، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، پنجشېر، پروان، کابل، لوګر، میدانوردګ، غزني، پکتیا، خوست، پکتیکا، ننګرهار، کنر، نورستان، بغلان، کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو په سیندونو او ځینو اړوندو سیلبرونو کې د سېلابونو راتلو او یا د اوبو کچې لوړېدو احتمال هم شته.
سرچینې د یادو سیمو له اوسېدونکو غوښتي چې د سېلاب یا د اوبو د زیاتېدو پر مهال د سیندونو غاړو ته له ور نږدې کېدو ډډه وکړي او که سېلاب راووځي یا د سیندونو د اوبو کچه لوړه شي، نو د سیندونو لاندې سیمو خلکو ته دې خبر ورکړي څو د احتمالي انساني تلفاتو مخه ونیول شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP