Language

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله نن له روسیې سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۴): د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله د اسیایي سیالیو په لړ کې نن له روسیې سره لوبه ترسره کوي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله د قزاقستان په کوربه‌توب اسیایي سیالیو په لړ کې نن (چهارشنبه) د روسیې له لوبډلې سره مخ کېږي.

دغه لوبه د افغانستان پر وخت له غرمې مخکې یوولس‌نیمې بجې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره کېږي.

افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې مجارستان ته ماته ورکړې ده.

د یادونې ده، د وزلوبې اسیایي سیالۍ د ۹ هېوادونو لوبډلو ترمنځ په قزاقستان کې روانې دي.