کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، په نږدې راتلونکي کې به د شهرارا برج، د امیر دوست محمدخان ښوونځي د ودانۍ او په نادرخان تپه کې د سلطان طلایي مقبرې د بیارغونې چارې پیل شي.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیقالله عزیزي د یوه تخنیکي پلاوي او اغاخان فرهنګي بنسټ د مسوول او کاري ټیم په ملتیا د شهرآرا له تاریخي برج څخه لیدنه وکړه.
هغه ویلي، د شهرآرا برج د هېواد له مهمو تاریخي آثارو شمېرل کېږي چې ساتنه او بیارغونه یې د فرهنګي میراث خوندیتوب لپاره ځانګړې اړتیا ده.
هغه زیاته کړې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت ژمن دی څو په نږدې راتلونکې کې د دغه برج د بیارغونې چارې، د همکارو بنسټونو په همغږۍ پیل کړي، څو دا تاریخي ابده د له منځه تلو له ګواښه وژغورل شي.
هغه زیاته کړې، تخنیکي ټیم د برج اوسنی وضعیت وڅېړه او د بیارغونې لپاره یې اړینې تخنیکي ارزونې ترسره کړې چې پر بنسټ به یې د بیارغونې چارې په معیاري ډول پر مخ یووړل شي.
د یادونې ده، د دې پروژې ترڅنګ به په نږدې ورځو کې د دوست محمدخان عالي لېسې او نادرخان تپه کې د سلطان طلایي مقبرې د بیارغونې چارې هم پیل شي، څو یاد تاریخي او تعلیمي اثار خوندي او ورغول شي.
د شهرارا تاریخي برج د هېواد له مهمو فرهنګي شتمنیو دی چې د تاریخي او سیاحتي ارزښت له مخې ځانګړی ځای لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP