کابل (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۴): د ترافیک پولیسو لوی ریاست وايي چې موټرچلوونکي دې د اختر ورځو پر مهال له احتیاطه کار واخلي او ترافیکي اصولو ته دې جدي پاملرنه ولري، څو په دغو ورځو کې د احتمالي ترافیکي پېښو مخه ونیول شي.
د اختر په ورځو کې د سفرونو او چکرونو ډېرېدو له امله هر کال ترافیکي پېښې ډېرېږي، ترافیک پولیس هڅه کوي د عامه پوهاوي له لارې موټرچلوونکي د احتیاط او د ترافیکي اصولو مراعاتولو ته وهڅوي څو د مرګژوبلې مخه ونیول شي.
د ترافیکو پولیسو لوی ریاست د مطبوعاتو مسوول فضل هادي حمیدي پژواک ته وویل، ترافیک پولیس تل د هېوادوالو په خدمت کې بوخت دي څو خلک له ناوړه ترافیکي پېښو سره مخ نه شي.
هغه زیاته کړه، که څه هم د اختر په ورځو کې رخصتي وي، خو بیا هم ترافیک پولیس خپلو دندو ته حاضریږي، څو ترافیکي نظم رامنځته کړي او هېوادوال وکولای شي خپل اختر په خوشحالۍ سره ونمانځي.
نوموړي له هېوادوالو وغوښتل چې د کال په ټولو ورځو کې، په ځانګړي ډول د اختر په شپو ورځو کې دې له بشپړ احتیاطه کار واخلي، ترافیکي اصول دې مراعت کړي او د ترافیک پولیسو لارښوونو ته دې جدي پاملرنه وکړي.
هغه وویل: «له هېوادوالو غوښتنه کوو چې د اختر په ورځو کې له تېز تګ، چپ لاس تګ او بېځایه مخکې کېدو په جدي توګه ډډه وکړي. تر ټولو مهمه دا چې له کورنیو غواړو خپلو ماشومانو ته نقلیه وسایط ور نه کړي، څو خدای مه کړه د اختر د خوښیو ورځې په غم بدلې نه شي او کومه ترافیکي پېښه رامنځته نه شي.»
حمیدي زیاته کړه، هغه کورنۍ چې خپلو ماشومانو ته نقلیه وسایط ورکوي، دغه کار نه یوازې د دوی لپاره خطر لري، بلکې د نورو هېوادوالو ژوند هم له خطر سره مخ کوي.
هغه هیله وښوده چې هېوادوال به د اختر شپې ورځې په خوښۍ او سوکالۍ کې تېرې کړي.
د کابل ښار اوسېدونکي احمدالله پژواک ته وویل چې دوی هر کال د اختر په ورځو کې له ملګرو سره چکر ته ځي.
هغه وویل: «د تل په څېر اوس هم اراده لرو چې د هېواد یوې سیمې ته چکر ته ولاړ شو، خو وېره لرم چې له کومې ترافیکي پېښې سره مخ نه شو، ځکه ډېر ځوانان موټر چلول سم نه زده کوي او د ترافیکي اصولو په اړه هم پوره پوهه نه لري.»
نوموړي له هېوادوالو، په ځانګړي ډول له ځوانانو، وغوښتل چې د اختر په ورځو کې د موټرچلولو او چکر پر مهال له احتیاطه کار واخلي، څو له ترافیکي پېښو څخه ځانونه خوندي وساتي.
د کابل ښار بل اوسېدونکی شاهدالله وایي چې دوی هم هر کال د اختر په ورځو کې د هېواد بېلابېلو سیمو ته د چکر لپاره ځي.
هغه زیاته کړه چې سږ کال هم د چکر اراده لري، خو د ترافیکي پېښو د زیاتوالي له امله زړه نا زړه دی.
نوموړي له موټر چلوونکو وغوښتل چې د اختر په ورځو کې له احتیاطه کار واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ترافیکو پولیسو عمومي ریاست تېر کال ویلي وو، د کوچني اختر په څلورو ورځو کې په ټول هېواد کې ۸۰ ترافیکي پېښې رامنځته شوې وې چې له امله یې ۳۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵۵ نور ټپیان شوي وو.
د معلوماتو له مخې، په یادو مړو شویو کسانو کې ۱۹ نارینه، دوه ښځې او نهه ماشومان شامل وو او په ټپیانو کې ۱۱۷ نارینه، اته ښځې او ۳۰ ماشومان شامل وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP