شبرغان (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۴): جوزجان کې د وحیدې کریمي په نوم یوې متشبثې څو کاله مخکې د دوو زرو ډالرو په پانګه د خیاطۍ یوه کوچنۍ کارخونه جوړه کړه، څو له دې لارې له خپلې کورنۍ سره په اقتصادي برخه کې همکاري وکړي؛ خو اوس یې سوداګري پراخه شوې او له ۲۰۰ ډېرو نورو ښځو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
وحیده کریمي د شبرغان ښار اوسېدونکې ده، تر دوولسم ټولګي پورې یې زدهکړې کړې او خیاطي یې د شپږمیاشتني روزنیز کورس له لارې زده کړې ده. هغې شاوخوا پنځه کاله مخکې د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې د ونډې اخیستو لپاره د دوه زره ډالرو په پانګه د خیاطۍ یوه کوچنۍ کارخونه جوړه کړه.
هغې له پژواک سره په خبرو کې وویل، کله چې یې دغه کارخونه جوړه کړه، خپله به یې د خیاطۍ برخه کې له شپږو نورو ښځو سره یوځای کار کاوه.
مېرمن کریمي زیاته کړه: «کله چې مې کار پیل کړ، ډېره کمه پانګه مې درلوده؛ خو باور مې درلود چې که ښځې مهارت ولري، کولای شي د خپلو کورنیو اقتصاد بدل کړي. نن خوشحاله یم چې له ۲۰۰ څخه ډېرې ښځې زما په دې کارخونه کې پر کار بوختې دي.»
هغې په پیل کې په خپل کارځای کې د ښځو جامې ګنډلې، خو د کار د پراخېدو له امله یې پانګه هم زیاته شوه؛ وروسته یې خپل کارځای پراخ کړ او یو شمېر نورې ښځې یې هم کار ته جذب کړې.
اوس د هغې کوچنی کارځای پر یو لوی تولیدي مرکز بدل شوی چې بېلابېلې لکه د غالیو اوبدلو، خیاطي، ټغر جوړولو، مرۍ اوبدلو او بیک ګنډلو برخې لري او له دوو سوو څخه ډېرو ښځو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.
مېرمن کریمي زیاته کړه: «اوس زما کاري پانګه له ۷۰۰ زره ډالرو څخه زیاته شوې ده. موږ هڅه کړې چې د خپلو تولیداتو کیفیت لوړ کړو څو وکولای شو بهرنیو بازارونو ته هم لاره ومومو. له نېکه مرغه اوس زموږ ځینې تولیدات بهر ته هم صادریږي او محصولات مې نه یوازې په افغانستان کې، بلکې له هېواده بهر هم پېرېدونکي لري.»
هغې د ښځینه متشبثینو لپاره د ځانګړي بازار نشتوالی یوه لویه ستونزه وبلله او له مسوولینو یې وغوښتل چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
هغې وویل چې د خپل کارځای جوړولو اصلي هدف یې هغو ښځو ته د کار فرصت برابرول و چې له کوره بهر د کار امکان نه لري. هغې د هېواد له نجونو او ښځو وغوښتل چې په کار کولو سره پر ځان بسیا شي، په کورنۍ او ټولنه کې فعاله ونډه واخلي او له خپګان او نا امیدۍ څخه لرې پاتې شي.
هغه ښځې چې په دغه کارځای کې پر کار بوختې دي، له دغه فرصته خوښي څرګندوي.
مرحبا چې د دغه کارځای د غالۍ اوبدلو برخه کې کار کوي وویل: «تر دې مخکې بېکاره وم، هېڅ عاید مې نه درلود او په بشپړه توګه پر خپلې کورنۍ متکي وم؛ خو اوس الحمدالله په دې کارځای کې کار کوم، هم خپل لګښتونه پوره کوم او هم له خپلې کورنۍ سره مرسته کوم.»
هغې د اقتصادي ستونزو یادونه وکړه او زیاته یې کړه: «زه په اته کسیزه کورنۍ کې ژوند کوم او د کورنۍ د لګښتونو ډېره برخه زما او د پلار پر غاړه ده. د غالۍ اوبدلو کار ته په مخه کولو سره مې د کورنۍ د اقتصادي حالت په ښه کېدو کې ونډه اخیستې ده. اوس خوشحاله یم چې نه یوازې مې یو مسلک زده کړی، بلکې له همدې لارې عاید هم ترلاسه کوم؛ دا کار سبب شوی چې له بېکارۍ او د خپګان له احساسه هم خلاصه شم.»
هغې چې د حکومت او مرستندویو بنسټونو د ملاتړ غوښتنه کوي زیاته کړه: «که دولت موږ ښځو ته د کار نور فرصتونه برابر کړي، کولای شو خپل مهارتونه لا ډېر پراخ کړو، د تولید کچه لوړه کړو او هغه غالۍ چې تولیدوو، نړۍوالو بازارونو ته یې ور وپېژنو، څو دا بومي هنر او صنعت لا ډېر وده وکړي او شهرت ومومي.»
له بلې خوا، د دغه کارځای د خیاطۍ برخې کارکوونکې شایستې پژواک ته وویل چې له تېر یوه کال راهیسې په دې کارخونه کې کار کوي. هغې وویل: «خوښه یم چې دلته راته مناسب فرصت برابر شوی؛ هم نوي شیان زده کوم او هم د هغه معاش له لارې چې ترلاسه کوم، د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې مرسته کوم.»
هغې د دغه کارځای جوړېدل د ښځو د بېکارۍ کمېدو او کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره اغېزناک وباله او زیاته یې کړه: «په دې موده کې مې ډېر څه زده کړي، لکه د قیچي کارول، پرې کول، ګنډل او نور، او هیله لرم چې یوه ورځ زه هم د خپل مستقل کارځای څښتنه شم.»
زینب چې بله زدهکوونکې ده او د خیاطۍ برخه کې کار کوي وایي: «دلته یوازې کار نه دی، موږ مهارتونه هم زده کوو؛ ډېرې ښځې چې نوې راځي، له څه مودې وروسته بشپړې مسلکي کېږي.»
د هغې په وینا، دغه کارځای د ډېرو ښځو لپاره د کورنۍ یوازېنی د عاید سرچینه ده.
هغې هم د ملاتړ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې، د جوزجان ولایت د ښځو د سوداګرۍ خونې مسووله لطیفه سرورزاده وایي چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت په ښار او ولسوالیو کې د خیاطۍ او غالۍ اوبدلو کارځایونه زیات شوي دي، چې دا د کورنیو د اقتصاد د پرمختګ او په ټولنه کې د ښځو د فعالې ونډې لپاره یو ښه ګام بلل کېږي.
هغې وویل، په جوزجان ولایت کې ټولټال ۲۰۰ کارځایونه شته چې له دې ډلې ۱۰۰ کارځایونه د ښځو د سوداګرۍ خونې سره ثبت دي او په دغو کارځایونو کې ۳۵۰۰ ښځې د خیاطۍ، غالۍ اوبدلو، کرنې، مالدارۍ او پخلي په برخو کې پر کار بوختې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP