کابل (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۴): د اسلامي امارت لوړپوړی غړی، انس حقاني وایي چې د هېواد سیاسي بهیر به دوام ولري او له روانو حالاتو سره به هم مبارزه روانه وي.
هغه یادې څرګندونې نن د کوچني اختر په مناسبت د خوست په مرکزي محمدي جامع جومات کې کړې دي.
حقاني ټینګار کړی چې له هېچا سره ټیټه نه وایي او که اړتیا پېښه شي، د هر ډول ګواښ پر وړاندې به ودرېږي.
هغه د وینا پر مهال خلکو ته د اوسنیو شرایطو په اړه لومړی د خپلو فردي ستونزو پر حل ټینګار کړی.
نوموړي له ولسونو غوښتي چې د خپلو فردي اعمالو په سمولو سره کولای شي له سختو حالاتو څخه په بریالیتوب ووځي.
د هغه په وینا، که خلک خپلې فردي ستونزې حل کړي، ان ظالم حکومتونه هم نه شي کولای پر هغوی واکمني وکړي.
د اسلامي امارت دغه لوړپوړي غړي ویلي چې افغانانو د خپلې پیاوړې عقیدې له برکته، سره له دې چې امکانات یې محدود وو، د نړۍ سترو قوتونو ته ماتې ورکړه.
نوموړي زیاته کړې چې دا بریا اوس د نړۍ نورو محکومو ولسونو ته هم د هیلهمندۍ یوه بېلګه ګرځېدلې ده.
هغه د اوسنیو شرایطو په اړه خلکو ته په خطاب کې ویلي چې خپلې ارادې دې نه بایلي او د قوي عزم په مرسته به له هر ډول ستونزمنو حالاتو بریالیتوب ته رسېږي.
حقاني ویلي: «ولس دې هېڅ اندېښنه نه کوي، دا دومره لویه ستونزه نه ده او نظام د خلکو لپاره تر ممکنه حده د اسانتیاوو برابرولو ته متحد دی.»
دهدله خلکو غوښتي چې هېڅ ډول ورخطايي ته اړتیا نشته او په هېڅ قومي یا ژبني توپیر دې باور نه کوي، بلکې پر اسلامي عقیده او خدای دې باور ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP