غزنيښار (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۴): د غزني د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې له دغه ولایته ۱۳ زره مټریک ټنه وچه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادر شوې ده او بلخوا یو شمېر سوداګر په دې برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو برابرېدو غوښتنه کوي.
د غزني د صنعت او سوداګرۍ ریاست د صادراتو د پراختیا امر احمدشاه لعلي پژواک ته وویل، سږ کال د غزني وچې مېوې د تاجکستان، ترکیې، هند، ایران، امریکا او یو شمېر نورو عربي هېوادونو بازارونو ته صادرې شوې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو صادراتو کې بادام، ممیز او الوبخارا شامل دي
نوموړي زیاته کړه، د غزني وچې مېوې د ښه کیفیت له امله په نړۍوالو بازارونو کې ځانګړی ځای لري او هڅه روانه ده چې د سوداګرو لپاره نورې اسانتیاوې هم برابرې شي، څو د صادراتو کچه نوره هم لوړه شي.
هغه د دې ترڅنګ چې وايي، له یادو صادراتو د غزني سوداګرو میلیونونه ډالر ګټه ترلاسه کړې، زیاتوي چې د دې ګټې کره اندازه په دې خاطر معلومه نه ده؛ چې خپله غزني کې ګمرکات نشته او ډېری صادرات د سوداګرو له لوري ترسره کېږي.
د وچې مېوې سوداګر انارګل پژواک ته وویل، که څه هم سږ کال یې صادرات زیات شوي، خو لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د هغه په خبره، د معیاري بستهبندۍ نشتوالی او د ترانسپورټ کمزوری سیسټم د دې لامل کېږي چې مېوې په ښه ډول نړۍوالو بازارونو ته ونه رسېږي.
نوموړی زیاتوي، که حکومت د پروسس او بستهبندۍ مرکزونه جوړ کړي، نو سوداګر به وکولای شي خپلې مېوې په خپل نوم او ښه کیفیت صادرې کړي.
یو بل سوداګر مجیب جلالزی هم ورته نظر لري او وايي، اوس مهال ډېری وچې مېوې په غیرمعیاري بوجیو او کارتنونو کې ګاونډیو هېوادونو ته استول کېږي چې له امله یې ژر خرابېږي او ارزښت یې راټیټېږي.
هغه ټینګار کوي، که د صنعتي ښارګوټو وېش، د بازارموندنې اسانتیاوې او د صادراتو لپاره مناسب سیستم رامنځته شي، نو د غزني د وچې مېوې صادرات به څو برابره زیات شي.
د اقتصادي چارو کارپوه محمداصف احمدي وویل، د افغانستان، په ځانګړي ډول د غزني ولایت وچې مېوې د کیفیت له پلوه په سیمه او نړۍ کې ښه نوم لري.
د هغه په خبره، که د کرنیزو محصولاتو د پروسس، معیاري بستهبندۍ او نړۍوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره بنسټیز کار وشي، نو دغه سکټور کولای شي د هېواد په اقتصاد کې مهم رول ولوبوي او د خلکو لپاره د کار او عاید فرصتونه زیات کړي.
د یادونې ده، غزني د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې بادام، ممیز، الوبخارا او نورې وچې مېوې یې د ښه کیفیت له امله په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې ځانګړی شهرت لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP