کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۴): د افغانستان د وزلوبې، نیزهوهنې او سیمهییزو ورزشونو ملي فدراسیون وایي چې د وزلوبې ملي لوبډله د قزاقستان په کوکپر نړۍوالو سیالیو کې د اوزبېکستان پر وړاندې ماته وخوړه او پایلوبې ته له رسېدو پاتې شوه.
د وزلوبې، نیزهوهنې او سیمهییزو ورزشونو ملي فدراسیون نن (جمعه) پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله د قزاقستان د کوکپر نړۍوالو سیالیو په لړ کې په نیمهپایلوبه کې له اوزبېکستان سره لوبه ترسره کړه.
سرچینه کاږي، د هېواد ملي لوبغاړو دغه لوبه د ۴ پر ۲ پایلې سره د اوزبېکستان په ګټه وبایله او د دغو سیالیو پایلوبې ته له رسېدو پاتې شول.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې له دې مخکې په پرلهپسې درې لوبو کې د روسیې، هنګري او مغولستان لوبډلو ته ماتې ورکړې وه.
د یادونې ده، د وزلوبې نړۍوالې سیالۍ د نهو هېوادونو په ګډون د کب په ۲۴مه په قزاقستان کې پیل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP