کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۴): ځيني روغتیايي متخصصین په خپل سر د درملو کارول د روغتیا لپاره خطرناک بولي او وایي، داسې ناروغان مراجعه ورته کوي چې د درملو د خپلسري کارولو له امله له بېلابېلو روغتیايي ستونزو سره مخ شوي وي.
د دغه راپور د برابرولو لپاره د پژواک خبریالانو د هېواد په مرکز او ولایتونو کې له یو شمېر ډاکټرانو سره مرکې کړې دي.
دا ډاکټران وایي چې په هېواد کې ډېری خلک ډېری وختونه درمل په خپل سر کاروي. هغوی په دې اړه خپلې تجربې هم شریکې کړې دي.
زیبا بهرام چې په کابل کې د ولادي نسایي ناروغیو ډاکټره ده، وایي داسې ناروغانې یې درلودې چې د درملو د خپلسري کارولو له امله په خراب حالت کې ورغلې دي او حتا د جنین د سقط له ستونزې سره هم مخ شوې دي.
د هغې په خبره، دغو ښځو د معدې درد د کمولو او د معدې د تیزاب د کمولو لپاره د امیپرازول ګولۍ او د درد کموونکي درمل د ډاکټر له مشورې پرته په دوامداره ډول کارولي وو.
په کابل کې د عمومي داخله ناروغیو متخصص ډاکټر عبدالسمیع ستانکزی وایي چې خپله یې څو جدي پېښې لیدلې دي چې خلک د درملو د خپلسري کارولو له امله له سختو ستونزو سره مخ شوي وو.
هغه دغه ډول یوه ناروغ ته په اشاره وویل: «یوه ښځه له یوه ولایته موږ ته راغلې وه چې د یو کال لپاره یې د چاغېدو په موخه یو ډول درمل کارولي وو. د دې کار له امله د هغې په پښو او مخ کې پړسوب پیدا شوی و. کله چې مو اړینې معاینې ترسره کړې، معلومه شوه چې د هغې پښتورګي له نارسایۍ سره مخ شوي دي او اړ شوو چې د هغې لپاره هیمودیالیز ترسره کړو.»
له بلې خوا، د کابل ښار د وزیر محمداکبر خان روغتون کې د داخله ناروغیو متخصص سید فریدشاه رفیعي وایي، هیڅ درمل باید د ډاکټر له مشورې پرته ونه کارول شي؛ ځکه هیڅ درمل له خطر او اړخیزو عوارضو خالي نه دي.
هغه زیاته کړه: «د کار پر مهال له داسې ګڼو پېښو سره مخ کېږو چې ځینې ناروغان له جدي روغتیايي ستونزو سره مراجعه کوي او ان کله ناکله د شاک په حالت کې وي یا هم مړه شوي وي.»
هغه وایي، ډېری هغه کسان چې د درملو د خپلسري کارولو له امله له روغتیايي ستونزو سره مخ شوي وو، هغه کسان وو چې د درد کمولو درمل، د معدې درمل او انتيبیوتیکونه یې کارولي وو؛ خو په ځینو مواردو کې ځینو ناروغانو د اعصابو، فشار او شکر درمل هم د ډاکټر له مشورې پرته کارولي وو.
په ولایتونو کې هم ډاکټرانو ورته تجربې شریکې کړې دي.
په جوزجان ولایت کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر لقمان بیک وایي، څو ځلې له داسې ناروغانو سره مخ شوی چې د ډاکټر له مشورې پرته او د نورو د نسخو یا تجربو پر بنسټ یې درمل کارولي دي؛ دا کار نه یوازې د هغوی اصلي ستونزه نه ده حل کړې، بلکې د نورو ناروغیو د رامنځته کېدو او د درملنې د بهیر د پېچلي کېدو سبب شوی دی.
هغه زیاتوي، هره ورځ له پنځو تر لسو ناروغانو پورې ورته مراجعه کوي چې د درملو د خپلسري کارولو له امله د معدې له درد، سختو حساسیتونو او د درملو د مقاومت له ستونزو سره مخ وي.
له بلې خوا، فروزان سادات چې په هرات ولایت کې جراح او د نسایي ولادي ناروغیو متخصصه ده، د درملو خپلسري کارول «پټ مرګ» بولي او زیاتوي: «یوه ناروغه مې درلوده چې له درملنې وروسته حامله شوه، هغې خپله نسخه اتو نورو ښځو ته ورکړې وه. له دغو اتو ښځو څخه څلور د ډاکټر له سپارښتنې پرته د درملو کارولو له امله د رحم له کیست سره مخ شوې وې او له دې ډلې یوه د شدیدې وینې بهېدو له امله مړه شوه.»
په همدې حال کې، په غور کې د داخله ناروغیو متخصص فضلالحق فرجاد وایي: «د کار پر مهال څو ځله له داسې ناروغانو سره مخ شوی یم چې د ډاکټر له مشورې پرته یې درمل کارولي دي. یو ځل یو ناروغ موږ ته راغی چې د غاښ د سخت درد لپاره یې څو ډول درمل په خپل سر کارولي وو. د دې کار له امله یې معده زیانمنه شوې وه او له سخت معدې درد سره مخ شوی و.»
د ناروغانو تجربې
د کابل ښار د خیرخانې سیمې اوسېدونکې لیلا وویل: «یو ځل مې سخت د ستوني درد درلود، یوه ملګرې راته وویل چې درملتون ته لاړه شه او پېچکاري وکړه، ژر به ښه شې. کله چې ولاړم او پېچکاري مې وکړه، حساسیت راته پیدا شو او حالت مې دومره خراب شو چې کورنۍ مې روغتون ته بوتلم.»
هغې وویل، له هغې پېښې وروسته د دوی ټولې کورنۍ پرېکړه وکړه چې د ډاکټر له سپارښتنې پرته به هیڅ درمل نه کاروي.
له بلې خوا، سلما (مستعار نوم) چې د زرنج ښار اوسېدونکې ده وایي: «یو کال مخکې مېندواره وم، د معدې درد راته پیدا شو، پرته له دې چې له ډاکټر سره مشوره وکړم له درملتون څخه مې درمل واخیستل؛ لا یوه اونۍ نه وه تېره شوې چې ماشوم مې سقط شو.»
هغه چې د جنین له سقط وروسته هم ښه روغتیايي حالت نه لري وایي: «کاش مې په خپل سر درمل نه وای خوړلي، معده مې سوری شوه او له هغه وخته تر اوسه د درملو اغېزې راباندې پاتې دي؛ اوس تر هغه چې له سخت درد سره مخ نه شم، حتا د پاراسټامول ګولۍ هم نه خورم.»
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان پژواک ته وویل، د خلکو له لوري د درملو د خپلسري کارولو کره شمېرې نشته؛ خو د خلکو ترمنځ دا ډول عادت موجود دی.
هغه د خلکو له لوري د درملو خپلسري کارول ناسم عمل وباله او ویې ویل، خلک باید ډاکټر ته مراجعه وکړي؛ ځکه هر درمل خپل اړخیز عوارض لري او باید د ډاکټر د مشورې له مخې وکارول شي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند هم د درملو خپلسري کارول یوه لویه ستونزه وبلله؛ خو ویې ویل چې په دې اړه کره شمېرې په لاس کې نشته.
هغه وایي، د درملو خپلسري کارول روغتیا ته زیان رسوي؛ د بېلګې په توګه د انتيبیوتیکونو خپلسري کارول د درملو پر وړاندې مقاومت او نورې ستونزې رامنځته کوي.
هغه له خلکو وغوښتل چې د ډاکټر له مشورې پرته هيڅ درمل ونه کاروي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP