Language

د اقلیمي بدلون اغېزې؛ د اوبو د مدیریت او اصلاح‌شوو تخمونو برخو کې د غزني د یو شمېر بزګرانو غوښتنه

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۴): د غزني ولایت یو شمېر بزګران د اقلیمي بدلون د اغېزو کمېدو لپاره د اصلاح شوو تخمونو، معیاري سرو او د اوبو مهارولو پروژو پلې کېدو غوښتنه کوي او وايي، له دغو اقداماتو سره به کرنیز حاصلات ډېر او د بزګرانو اقتصاد به پیاوړی شي.

اقلیمي بدلون او پر هېواد یې اغېزې

د ځمکې اقلیمي وضعیت په چټکۍ د بدلېدو په حال کې دی؛ د ځمکې تودوخه په ځینو سیمو کې د وچکالۍ، خو په ځینو کې بیا د سختو توپانونو، بارانونو او سېلابونو لامل کېږي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې خورا لږ (۰.۱۹ سلنه) شین‌کوریز ګازونه خپروي، خو د راپورونو له مخې، د اقلیمي بدلون له کړکېچ سره د مخ هېوادونو په کتار کې څلورم ځای لري. دغه وضعیت د هېواد کرنیز سکټور سخت اغېزمن کړی؛ هغه سکټور چې لا هم نږدې ۸۰ سلنه افغانانو ته د ژوند کولو بنسټیزه سرچینه بلل کېږي. له اقلیمي بدلونونو سره تړلي بې‌وخته بارانونه او سېلابونه هم د حاصلاتو د له منځه تلو او کمښت لامل کېږي.

غزني هم یو د هغو ولایتونو دی چې له اقلیمي بدلونونو اغېزمن شوی او بزګران یې د ملاتړ غوښتنه کوي.

د غزني د خواجه‌عمري ولسوالۍ یوه بزګر محمدعلي پژواک ته وویل، که د کرنې اړوند ادارې او مرستندویه موسسې اصلاح شوي او لوړ حاصل ورکوونکي تخمونه او معیاري کیمیاوي سرې پر وخت بزګرانو ته ووېشي، نو کولای شي د اقلیمي بدلون منفي اغېزې تر یوه بریده راکمې کړي او د کرنیزو ځمکو حاصلات زیات کړي.

هغه دغه‌راز د اوبو مهارولو د بنسټیزو پروژو پر پلې کېدو ټینګار وکړ ویې ویل، که په بېلابېلو سیمو کې چک‌ډیمونه او واړه بندونه جوړ شي، له یوې خوا به د واورو او بارانونو اوبه مهار او ذخیره شي او له بلې خوا به د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه او کرنیزې ځمکې به خړوبې پاتې شي.

د خوګیاڼو ولسوالۍ یو بل بزګر لعل‌محمد وویل: «که موږ ته باکیفیته او له اقلیم سره برابر اصلاح شوي تخمونه راکړل شي، حاصل به مو زیات شي، د ناروغیو پر وړاندې به یې مقاومت لوړ وي او بازار ته به ښه توکي وړاندې کړو.»

هغه وویل، مهمه دا ده چې دا تخمونه دې وړیا یا په مناسب قیمت پر وخت ورکړل شي.

هغه زیاته کړه، تر ټولو لویه ستونزه اوبه دي؛ که کوچني او متوسط بندونه جوړ شي، د باران اوبه به ذخیره او د وچکالۍ اغېزې به کمې شي چې له دې سره به کرنه منظمه او پایداره شي.

د ده په خبره، یوازې ژورې څاګانې حل‌لاره نه ده؛ دوامداره حل‌لاره د اوبو مدیریت یا مهارول دي.

د اقلیمي بدلون یو پوه انجنیر حسیب‌الله صمیم پژواک ته وویل که په دې درېیو برخو کې د اوبو منظم مدیریت، د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو برخو کې عملي او دوامدار اقدامات وشي، نه یوازې د بزګرانو اقتصاد به پیاوړی شي، بلکې هېواد به هم د خوراکي توکو له پلوه پر ځان بسیا شي.

د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند قاري زکریا هوتک پژواک ته وویل چې په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې له زرګونو بزګرانو سره د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو مرستې شوې دي.

د نوموړي په وینا، په نږدې راتلونکي کې هم ځانګړې پروګرامونه په پام کې لري، څو د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې له زرګونو نورو بزګرانو سره هم ورته مرستې ترسره شي.

هغه زیاته کړه چې د اوبو د سپما برخه کې هم د څاڅکې اوبولګولو سیستم ښه پایله ورکړې، دوی په پام کې لري چې د اړوندو موسسو په همکارۍ خلکو او بزګرانو ته په یاده برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ او مرستې ورسره وشي.

بل لور ته، د غزني د اوبو او انرژۍ رییس مولوي محمدشفیق منصور وایي چې په تېرو دوو کلونو کې د حکومت له بودجې او د مرستندویه موسسو په همکارۍ د غزني په مرکز او ولسوالیو کې ۳۹ واړه بندونه او چک‌ډیمونه جوړ شوي دي.

د هغه په خبره، د راتلونکي کال لپاره هم پلان شته چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا شل نور واړه بندونه او د اوبو مهارولو پروژې پلي شي، څو د اوبو زېرمه کولو او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا زمینه برابره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.