Language

پاکستان یو ځل بیا اوربند مات کړ؛ د کونړ پر ځینو سیمو یې توپچي بریدونه کړي

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۴): د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه یو ځل بیا اوربند مات کړی او د کونړ ولايت د ناړۍ ولسوالۍ پر بېلابېلو سیمو یې توپچي بریدونه کړي خو مرګ‌ژوبله نه لري.

د کونړ د امنیې قوماندانۍ ویاند فرید دهقان وايي، د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه له اتو بجو د سهار تر شپږو بجو پر ياده ولسوالۍ د توپونو ٢٥ ډزې کړې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه توپون د ناړۍ ولسوالۍ په دوکلام، بریکوټ او څونګلی سیمو کې لګېدلي خو چا ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتي.
تېره ورځ هم یوې باوري سرچینې پژواک ته ويلي وو چې د ناړۍ په دوکلام باغچې سیمه کې د پاکستاني پوځي رژیم پر یوه ټویوټا ډوله موټر ډزې کړې چې له امله یې یوه ډاکټره شهیده او بله ټپي شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او پاکستان د کوچني اختر په مناسبت اوربند اعلان کړی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو چې د کوچني اختر رارسېدو او ځینو اسلامي هېوادونو په غوښتنه د «رد الظلم» دفاعي عملیاتو لنډمهاله ځنډ اعلان شوی دی.
هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت د سعودي عربستان، ترکیې او قطر له منځګړیتوب او نېک نیت څخه مننه کوي خو ټینګار یې کړی چې د افغانستان د ملي امنیت، حریم او د خلکو د ژوند ساتنه خپله ملي او شرعي دنده ګڼي او د هر ډول ګواښ په صورت کې به مناسب ځواب ورکړي.
بل لور ته، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارر پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي و چې د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه به پاکستان د اختر په ورځو او شپو کې پر افغانستان خپل بریدونه ودروي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.