زرنج (پژواک، ۲۹ حوت ۱۴۰۵): د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې یو شمېر ځوانان مجبور دي هم زدهکړې او تحصیل او هم خپلو کورنیو ته د نفقې برابرولو لپاره کار وکړي؛ اقتصادي فشار، کورني مسؤولیتونه او د ټولنیز ملاتړ نشتوالی د دې لامل شوي چې ډېر ځوانان د زدهکړو، تحصیل او خپلو نورو هیلو ته ژر ونه رسېږي.
تېرې څوارلس کلنې جګړې په ټول هېواد کې فقر او اقتصادي ستونزې زیاتې کړې او میلیونونه معیوب، کونډې او یتیمان یې پرېیښي دي؛ نیمروز ولایت هم له دې ستونزو خوندي نه دی پاتې شوی.
د یوه تنکي ځوان کیسه چې د مور او پلار په نشتون کې د خپلو خویندو او وروڼو لپاره د دواړو رول لوبوي
هغه عبدالکریم نومېږي، ۱۶ کلن او د زرنج ښار اوسېدونکی دی؛ له دوولس کلنۍ یې د خپلو دوو خویندو او یوه ورور لپاره د مور او پلار دواړو رولونه پر غاړه اخیستي دي. هغه سهار ښوونځي ته ځي او له هغه وروسته تر ماښام ناوخته د ښار په کوڅو کې د ډوډۍ پیدا کولو لپاره کار کوي، په داسې حال کې چې ذهن یې د درس، فقر او د کورنۍ د راتلونکې اندېښنو بوخت کړی وي.
عبدالکریم وايي، څلور کاله وړاندې یې پلار په ایران کې له یوې لوړپوړې ودانۍ راولوېد او ژوند یې له لاسه ورکړ. دوه کاله وروسته یې مور هم د ناروغۍ له امله وفات شوه او ده له هماغه وخته د خپلو خویندو او وروڼو د ساتنې مسؤولیت پر غاړه واخیست.
هغه چې اوس د زرنج ښار په یوه لېسه کې د لسم ټولګي زدهکوونکی دی، وايي چې له خپلو خویندو او وروڼو سره په یوه خونه کې ژوند کوي چې یوه ګاونډي یې د خیر په نیت ورکړې ده.
هغه هر سهار ښوونځي ته ځي او له ښوونځي له رخصتېدو وروسته تر شپې پورې د کورنۍ د لګښتونو برابرولو لپاره کار کوي. سره له دې، ذهن یې تل د درس او د کور د ستونزو د اندېښنو ترمنځ سرګردانه وي..
هغه زیاته کړه: «زه په ټولګي کې یم، له درس سره مې مینه هم ده، خو بیا مې هم ذهن بې ارادې د کور د لګښتونو خوا ته ځي، فکر کوم چې څومره غوړي پاتې دي، په کور کې کچالو او پیاز نشته، د خپلې خور د درملو پیسې له کومه پیدا کړم، اوبه هم نه لرو.»
د درس له پای ته رسېدو وروسته، عبدالکریم خپله لاسي کراچۍ له کوره باسي او د زرنج په کوڅو او سړکونو کې د پلور وړ کثافات او وچه ډوډۍ راټولوي، څو د خپلې کورنۍ ژوند پر مخ بوځي او د خویندو او وروڼو لپاره ډوډۍ پیدا کړي.
عبدالکریم وايي: «ځینې ورځې دومره ستړی کېږم چې نه شم کولای د کورني کار اجرا کولو وخت پیدا کړم، کله چې ذهن مې د کور ستونزو کې بوخت وي، هیروم چې د نن ورځې درس څه و، څه وکړم، څوک نشته چې زما مرسته وکړي، مجبوره یم یوازې هم کورنۍ اداره کړم، هم ډوډۍ پیدا کړم او هم درس وکړم، ژوند اسان نه دی.
هغه وویل، کله کله تر شدیدو رواني فشارونو لاندې راځي او حتا د مرګ هیله کوي، خو کله چې خپلو کوچنیو خویندو او وروڼو ته ګوري، حالت یې بدلېږي او بیا هیلهمن کېږي.
هغه وايي، ځینې شپې کله ناکله د شدیدې ستړیا او رواني فشار له امله ژاړي، هغه زیاته کړه: «کله کله په یوه کونج کې ناست یم او له ځان سره خبرې کوم او تصور کوم چې ښايي یوه ورځ کور ولرو او ژوند مو ښه شي، مجبور نه شم چې سهار تر ماښامه یوازې د ۱۰۰ افغانیو لپاره پیاده وګرځم، له همدې امله درس ته دوام ورکوم څو خپلو هیلو ته ورسېږم.»
د درس، کار او کور مسوولیتونو په منځ کې راګیر ځوان
د زرنج ښار بل اوسېدونکی عصمتالله د هغه نسل یوه بېلګه ده چې د درس، کار او د کور مسوولیتونو ترمنځ راګیر دی. هغه د ورځې په یوه دولتي اداره کې کار کوي او د شپې د خپلې اتهکسیزې کورنۍ لپاره د ډوډۍ پیدا کولو لپاره په یوه ګراج کې سخت کار کوي.
عصمتالله د لیسانس له بشپړولو وروسته د ماسټري د زدهکړو فرصت ترلاسه کړ، خو فقر، د کار فشار او د کورنۍ مسوولیتونو هغه مجبور کړ چې زدهکړې پرېږدي. هر سهار یې د ستونزو په اړه په فکر پیلېږي او شپې یې په ستړیا او اندېښنو سره پای ته رسېږي.
هغه وايي: «یوه ځوان ته ډېره ستونزمنه ده چې د اتهکسیزې کورنۍ مسوولیت په یوازې ځان واخلي او هممهاله درس هم ووايي او کار هم، په داسې حال کې چې د ځان لپاره هیڅ وخت نه لري، ما خپل خوب له لاسه ورکړی او بېخوبۍ زما ذهن ګډوډوي.»
هغه وايي: «کله کله ساعتونه یوازې ناست یم، د تېر وخت او راتلونکي په اړه فکر کوم. د ژوند فشار کله کله ما له پښو غورځوي، خو نه شم کولی خپله کورنۍ پرېږدم.»
سره له دې ټولو ستونزو، عصمتالله لا هم هڅه کوي چې د خپلې کورنۍ ژوند ښه کړي او ورته امکانات برابر کړي.
د چارو پوهان: د ژوند دروند بار ځیني ځوانان له رواني او روحي فشارونو سره مخ کړي
زرنج کې د ښوونیزو چارو کارپوه نظامالدین وايي چې ډېری زدهکوونکي مجبورهدي چې هم درس وايي او هم کار وکړي، څو د خپلې کورنۍ لګښتونه برابر کړي.
هغه زیاته کړه: «د دغو ماشومانو پر اوږو دروند فشار دی؛ ځیني ان د ستړیا او د کور ستونزو له امله نه شي کولای د ښوونځي کارونه ترسره کړي او کله ناکله د ښوونکو له خوا سزا ورکول کېږي.»
د هغه په وینا، ځیني زدهکوونکي د فقر یا د سرپرست د نشتوالي له امله یوازې په ظاهري توګه ښوونځي ته راځي او کله چې بدن یې په ټولګي کې وي، ذهن یې د کور د اندېښنو په فکر کې دی. تېر کال هم څو زدهکوونکو له همدې امله ښوونځی پرېښود او کار ته یې مخه کړه.
نظامالدین وايي: «ځیني ماشومان د ډوډۍ او درس ترمنځ مجبور دي ډوډۍ انتخاب کړي، خو ما له نصیحت او بېسوادي د پایلو په تشریح سره هغوی په ښوونځي کې ساتلي دي.»
له بلې خوا، د اعصابو متخصص او د رواني روغتیا مشاور ډاکټر سید خلیلشاه کاظمي وايي، په یوه وخت د کار، زدهکړو او د کورنۍ مسؤولیتونږ فشار کولی شي د ځوانانو او نوو ځوانانو پر رواني صحت جدي اغېز ولري.
هغه وايي: «کله چې یو ځوان په کم عمر کې د کورنۍ د لګښتونو برابرولو مسوولیت پر غاړه واخلي، دا فشار کولی شي اوږدمهاله تشویش، اندېښنه او د ناامیدۍ احساس رامنځته کړي.»
د هغه په باور، ځواني داسې پړاو دی چې یو کس باید پر زدهکړه، شخصي وده او د راتلونکې جوړولو باندې تمرکز وکړي؛ خو کله چې اقتصادي فشار او د کورنۍ مسؤولیت د هغه پر اوږو واچول شي، ذهن یې تل د بقا او د ورځني ستونزو په فکر کې وي.
هغه وویل، اوږدمهاله فشارونه کولی شي رواني ستړیا، د تمرکز کمښت او حتی خپګان رامنځته کړي، زیاته یې کړه: «کله چې یو ځوان تر ناوخته کار کوي او سهار وختي ښوونځي ته ځي، بدن او ذهن یې د استراحت او بیا رغونې فرصت نه لري. په پایله کې د هغه تمرکز، هڅونه او د راتلونکې هیله کمېږي.»
د هغه په باور، د کورنۍ، ټولنې او تعلیمي مؤسسو ملاتړ کولی شي د دغو فشارونو د کمښت لپاره مهم رول ولوبوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP