کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۴): د اوزبېکستان سرکنسول د پاکستان پوځي رژیم له لوري پر ملکي سیمو، په ځانګړي ډول په کابل کې د روږدو درملنې پر مرکز برید د ښه ګاونډیتوب د اصولو خلاف او د خواشینۍ وړ اقدام بللی دی.
د راپورونو له مخې، د ترکیې په استانبول ښار کې د اسلامي امارت سرکنسول محمداکبر عظیمي له خپل اوزبېکستاني سیال شېرزاد عبدالنظروف سره د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي، سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د افغانستان سرکنسول د پاکستان د نظامي رژیم له لوري پر افغانستان د ترسره شوو بریدونو، په ځانګړي ډول د روغتیايي تاسیساتو د هدف ګرځولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړي او دا اقدامات یې جنایتکارانه بللي دي.
همدارنګه د اوزبېکستان سرکنسول د پاکستان د نظامي رژیم له لوري پر ملکي سیمو، په ځانګړې توګه په کابل کې د معتادینو درملنې پر روغتون برید د ښه ګاونډیتوب د اصولو خلاف او د خواشینۍ وړ اقدام بللی دی.
د پاکستان د نظامي رژیم په هوايي برید کې چې په کابل کې د معتادینو د درملنې پر روغتون شوی، ۴۰۰ تر درملنې لاندې ناروغان شهیدان شوي او شاوخوا ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP