Language

د هوا تودېدل او غیرمعمولي بارانونه؛ د افغانستان د چاپېریال او خلکو د روغتیا لپاره جدي ګواښ

کابل (پژواک، ۲۹ حوت ۱۴۰۴): د چاپېریال او روغتیا برخو کارپوهان وایي چې د تودوخې درجې لوړېدل او غیرمعمولي ورښتونه د یخچالونو ویلې کېدو، د واورې پوښ کمېدو، د خاورې وچېدو، د ځمکې د تخریب او د دوړو او شګو د توپانونو ډېرېدو لامل شوي او د دې ترڅنګ د خلکو پر روغتیا هم منفي اغېزې لري.

د دغو کارپوهانو په خبره، که څه هم افغانستان د اقلیمي بدلونونو په رامنځته کېدو کې ونډه نه لري، خو د هغو له سختو اغېزو سره د مخ هېوادونو له ډلې دی او د دې پدیدې د مخنیوي او د هغې د ناوړه اغېزو د کمولو لپاره نړۍوالو همکاریو ته اړتیا لري.

د ځمکې اقلیمي وضعیت د بدلون په حال کې دی؛ د ځمکې تودېدل په ځینو سیمو کې د وچکالۍ او په نورو سیمو کې د توپانونو، سختو بارانونو او سېلابونو لامل کېږي او طبیعي یخچالونه ویلې کوي چې د سمندرونو د اوبو سطحه ورسره لوړېږي.

څېړنې ښيي چې اقلیمي بدلونونه، په ځانګړي ډول د بارانونو زیاتوالی او د طبیعي یخچالونو ویلې کېدل، کولای شي د ځمکې لاندې خطرونه لکه زلزلې او اورغورځونې هم زیاتې کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې د افغانستان د اقلیمي وضعیت په اړه په یوه راپور کې ویلي وو چې په دغه هېواد کې د ۲۰۲۵ ـ ۲۰۲۶ ژمیو په پیل کې واوره د تېرو ۲۵ کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.

دې ادارې ویلي وو چې دغه وضعیت په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ لپاره جدي ګواښ دی؛ ځکه د هېواد ډېری سیمې تر ډېره له هغو اوبو سره تړلې چې د واورې ویلي کېدو حاصل دي.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې افغانستان تېر کال د وروستیو کلونو له تر ټولو سختې وچکالۍ سره مخ و.

د چاپېریال‌ساتنې د کارپوهانو نظرونه

د چاپېریال‌ساتنې کارپوه نجیب‌الله سدید پژواک ته وویل چې په افغانستان کې اقلیمي بدلونونه ډېر څرګند دي او هر کال په هېواد او د مرکزي اسیا سیمه کې د تودوخې درجې زیاتوالی د نړۍ له منځنۍ کچې شاوخوا دوه سانتي‌ګراده لوړ دی، دا ښيي چې دغه سیمه د نړۍ د نورو سیمو په پرتله چټکه په ګرمېدو ده.

هغه څرګنده کړه چې پخوا په هېواد کې د هغه د جغرافیایي موقعیت له امله واوره ډېره ورېده او په غرونو کې به زېرمه کېده چې د هېواد د اوبو سرچینې یې جوړولې؛ خو د تودوخې درجې له زیاتېدو سره د واورې اندازه کمه شوې او ځای یې باران نیولی دی.

د سدید په باور، باران لږ اغېز لري؛ ځکه هم د سېلابونو لامل کېږي او هم د مناسبې زېربنا د نشتوالي له امله ژر له هېواده وځي.

د هغه په وینا، د تودوخې زیاتوالی د یخچالونو ویلې کېدو لامل شوی او څېړنې ښيي چې د ۱۹۹۰ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ د افغانستان شاوخوا ۱۴ سلنه یخچالونه له منځه تللي دي.

هغه زیاته کړه چې لوړه تودوخه د هېواد د واورې پوښ ژر له منځه وړي او که واوره وشي هم ژر ویلې کېږي، او د واورې ډېر ویلې کېدل نه یوازې سېلابونه رامنځته کوي، بلکې د خلکو لپاره د استفادې وړ هم نه وي.

سدید وویل، د هوا د تودوخې ډېرېدل پر چاپېریال ناوړه اغېزې کړی؛ د افغانستان نباتي پوښ کم شوی، د تودوخې زیاتوالي د خاورې وچېدو او سخت تخریب لامل شوی او په پایله کې د دوړو او شګو توپانونه زیات شوي دي.

د هغه په خبره، له وچکالۍ او سېلاب وروسته د دوړو او شګو توپانونه په هېواد کې درېیم لوی خطر بلل کېږي.

سدید زیاته کړه چې د اوبو د کمښت په حالت کې د اوبو اړوند ناروغۍ زیاتېږي؛ ځکه خلک اړ کېږي چې له ککړو اوبو استفاده وکړي.

د چاپېریالي چارو دغه کارپوه وویل چې افغانستان د اوسني مالي وضعیت او امکاناتو له مخې نه شي کولای په بشپړ ډول د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې ودرېږي او د خلکو اوسني اقدامات تر ډېره د کورنۍ او کلي په کچه محدود دي؛ لکه د چاپېریال ساتنه، د فاضله اوبو مدیریت، د پاکو اوبو کارول او د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.