Language

بادغیس کې یو شمېر ناروغ‌لرونکي: د ولایتي روغتون ظرفیت دې لوړ او روغتیايي خدمتونه دې پراخ شي

قلعه‌نو (پژواک، ۱ وری ۱۴۰۵): بادغیس کې یو شمېر ناروغ‌لرونکي د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د بسترونو له کمښته شکایت کوي او وايي چې په روغتون کې دې د بسترونو شمېر ډېر او د غوږ، ستوني، جلدي او نورې څانګې دې جوړې شي.

دغه روغتون د ۱۰۰ بسترونو په درلودو سره د عمومي داخله، عمومي جراحي، نسایي ولادي، ماشومانو او تغذیې څانګو کې فعالیت کوي. د بادغیس د عامې روغتیا مسوولینو یو کال مخکې پژواک ته ویلي وو چې دغه روغتون ته هره ورځ تر زرو زیات ناروغان مراجعه کوي چې له ۲۰۰ څخه ډېر یې بستر ته اړتیا لري، خو د بسترونو د کمښت له امله داسې ناروغان بستر کولی نه شي.

هغوی همداراز ویلي وو چې د دې ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي څو د دغه روغتون د بسترونو شمېر زیات او په کې نوې څانګې جوړې شي.

د ناروغ‌لرونکو شکایت

محمدیاسین چې د بادغیس ولایت د مرکز قلعه‌نو ښار اوسېدونکی دی، پژواک ته وویل: «درې ورځې کېږي چې خپل ماشوم مو راوستی، خو له بده مرغه بستر یې نه کړ؛ وایي خالي بستر نه لري. له بده مرغه موږ ته سمه رسېدنه نه کېږي. زموږ غوښتنه دا ده چې د روغتون بسترونه زیات شي، ډاکټران زیات شي او ناروغانو ته وړیا درمل برابر شي.»

د هغه په خبره، اوس مهال د دغه روغتون د ماشومانو څانګه کې د بسترونو د کمښت له امله په هر بستر کې دوه تر درې ناروغان پراته وي.

هغه وویل چې د ده نهه میاشتنی ماشوم په سینه بغل ناروغۍ اخته دی او ډېره مهمه وه چې بستر شوی وای او د ډاکټرانو تر مراقبت لاندې پاتې شوی وای.

ولي‌داد چې د قلعه‌نو ښار اوسېدونکی دی، هم ورته شکایت لري او وایي چې د بسترونو د کمښت له امله یې ناروغ د ښځو په څانګه کې بستري شوی دی.

هغه وویل: «درې ورځې کېږي چې راځم، خو بستر نشته؛ موږ ډېر په تکلیف یو او تګ راتګ راته سخت دی.»

هغه هم د بادغیس د عامې روغتیا له ریاست څخه غواړي چې په دغه روغتون کې د بسترونو شمېر زیات کړي.

عبدالحمید حیدري چې د بادغیس د مقر ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د خپل ۱۲ کلن ماشوم د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته راغلی وایي، د بسترونو د کمښت له امله یې ماشوم له بل ماشوم سره په یوه بستر کې تر درملنې لاندې دی.

هغه زیاته کړه: «زما ماشوم په سخته نس‌ناستې اخته و، څو ځلې مې د ولسوالۍ کلینیک ته یووړ خو ښه نه شو، ډېر کمزوری شوی و. بیا مې دغه روغتون ته راووړ، ماشوم مې بستر شو، خو ځای کم دی؛ په یوه چپرکټ کې دوه ماشومان پراته دي؛ ځکه د چپرکټونو شمېر کم دی.»

هغه له حکومت او د روغتیا له ملي او نړۍوالو بنسټونو غوښتنه کوي چې د دغه ولایت د مرکزي روغتون لپاره نور امکانات برابر کړي او د بسترونو شمېر زیات کړي.

له بلې خوا، د قلعه‌نو ښار یو اوسېدونکی اسماعیل وایي چې ولایتي روغتون د ټولو ناروغانو د سمې درملنې ظرفیت نه لري او په ډېرو بېړنیو پېښو کې یې د ښو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو توان نه دی درلودلی.

هغه زیاته کړه: «مرکزي روغتون رښتیا هم لږ امکانات لري؛ خدای مه کړه که یوه ترافیکي پېښه وشي یا کومه طبیعي پېښه رامنځته شي، ټولو مراجعینو ته د رسېدنې توان نه لري؛ ځکه له ولسوالیو ډېر خلک د درملنې لپاره همدغه روغتون ته راځي او دا یوازې ۱۰۰ بسترونه لري.»

هغه له سیمه‌ییزو او مرکزي روغتیايي مسوولینو غوښتنه وکړه چې د دغه روغتون وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او د بسترونو زیاتولو ترڅنګ د درملنې امکانات هم پراخ کړي او د غوږ او ستوني څانګه هم په دغه روغتون کې جوړه کړي.

عبدالسمیع انوري چې د بادغیس د قلعه‌نو ښار بل اوسېدونکی دی وایي: «روغتون کې بسترونه ډېر کم دي، په بند سبزک کې د وروستۍ ترافیکي پېښې پر مهال کله چې ټپیان روغتون ته راوړل شول، د بسترونو د کمښت له امله له ستونزو سره مخ شوو. موږ غواړو چې دغه روغتون له ۱۰۰ بسترونو څخه لږ تر لږه ۲۵۰ تر ۳۰۰ بسترونو ته لوړ شي څو ټولو ته یو شان خدمتونه وړاندې شي.»

د هغه په خبره، سره له دې چې د دغه ولایت روغتون یوازې ۱۰۰ بسترونه لري، خو هره ورځ تر زرو ډېر ناروغان د لومړنیو روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو لپاره مراجعه کوي او له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.

له بلې خوا، د بادغیس د عامې روغتیا ریاست مسوولین هم تاییدوي چې د قلعه‌نو ولایتي روغتون ظرفیت د ناروغانو د شمېر په پرتله کم دی او د ښو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره لا پراختیا ته اړتیا لري.

د بادغیس د عامې روغتیا رئیس خان‌محمد همت د دې ستونزې د تایید ترڅنګ وایي: «موږ تازه د روغتون د ظرفیت لوړولو او روغتیايي امکاناتو زیاتولو وړاندیزونه د عامې روغتیا له وزارت سره شریک کړي دي او د وزارت له لوري یو پلاوی د روغتون ارزونې لپاره راغلی و، ټاکل شوې ده چې د دغه روغتون د پراختیا لپاره ګامونه واخیستل شي.»

د هغه په خبره، د دغه ولایت مرکزي روغتون د عمومي داخله، عمومي جراحي، نسایي ولادي، د ماشومانو داخله، ماشومانو او تغذیې څانګو کې فعالیت کوي او هره ورځ خلکو ته په دې برخو کې خدمتونه وړاندې کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.