کابل (پژواک، ۱ وری ۱۴۰۵): د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په منځني ختیځ کې د کړکېچ د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د زور کارول حل لاره نه ده.
لین جیان، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، په خپله د ایکس پاڼه کې لیکلي چې د زور کارول حل لاره نه ده او وسلهوالې نښتې یوازې نوې کرکه رامنځته کوي.
هغه ټینګار کړی چې د شخړې ښکېلې خواوې باید ژر تر ژره پوځي عملیات ودروي او د وضعیت له لا خرابېدو څخه مخنیوی وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې چین به د شخړو د پای ته رسولو او منځني ختیځ ته د سولې او ثبات د ژر راستنېدو لپاره خپلو منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP