کابل (پژواک، ۱ وری ۱۴۰۵): په متحده ایالاتو کې یوه فدرالي قاضي د حکم په صادرولو سره د ډونالډ ټرمپ د حکومت هغه تګلاره ودروله چې پنتاګون ته یې د خبریالانو لاسرسی محدود کړی و.
الجزیرې راپور ورکړی چې دا حکم د جمعې په ورځ صادر شوی دی.
د واشنګټن ډيسي محکمې قاضي، پال فریډمن، ویلي چې د پنتاګون دا تګلاره په ناقانونه ډول د هغو خبریالانو اعتبارلیکونه محدودوي چې د نوو اصولو له منلو یې ډډه کړې ده.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دسمبر په میاشت کې پر پنتاګون او د دفاع پر وزیر، پیټ هېګست نیوکه کړې وه او ویلي یې وو چې دا تګلاره د خبریالانو اساسي حقونه، لکه د بیان ازادي او عادلانه محاکمه، نقضوي.
د دې حکم له مخې، یاده تګلاره د امریکا د اساسي قانون د لومړي او پنځم تعدیل خلاف ده. قاضي فریډمن ټینګار کړی چې د رسنیو ازادي د ملي امنیت او د خلکو د پوهاوي لپاره حیاتي ده او باید محدوده نه شي.
د نیویارک ټایمز ویاند د یادژ پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا حکم په امریکا کې د ازادو رسنیو له اساسي حقونو ساتنه کوي او خلکو ته دا امکان برابروي چې د حکومت له کړنو او پوځي فعالیتونو خبر شي.
په مقابل کې، پنتاګون استدلال کړی و چې دا تګلاره د ملي امنیت د حساسو معلوماتو د ساتنې او د احتمالي امنیتي خطر لرونکو کسانو د لاسرسي د مخنیوي لپاره وضع شوې ده؛ خو د نیویارک ټایمز حقوقي ټیم ویلي چې د دې تګلارې اصلي موخه د ټرمپ د حکومت پر وړاندې د انتقادي راپورونو مخنیوی دی.
قاضي همدارنګه یادونه کړې چې شواهد ښيي دا تګلاره د «نامطلوبو» خبریالانو د لرې کولو او د حکومت پلویو کسانو د ځای پر ځای کولو لپاره طرحه شوې ده.
هغه زیاته کړې چې د امریکا وروستیو شخړو، لکه له ایران سره تاوتریخوالی او ونزوېلا کې پوځي مداخلې، په څېر حالاتو کې د خلکو لپاره د بېلابېلو نظرونو له لارې معلوماتو ته لاسرسی تر هر وخت ډېر مهم دی.
په پای کې، قاضي پنتاګون ته امر کړی چې د نیویارک ټایمز د اوو خبریالانو اعتبارلیکونه بېرته صادر کړي او یوه اوونۍ مهلت یې ورکړی چې د دې حکم د عملي کېدو راپور وړاندې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP