Language

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې نړیوالو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ

کابل (پژواک، د ۱۴۰۵ کال د حمل لومړۍ): د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې د روسیې ملي لوبډلې پر وړاندې په بریا سره د وزلوبې نړیوالو سیالیو درېیم مقام خپل کړ.

د «کوک‌پر» په سبک د وزلوبې د سیالیو د درېیم مقام لوبه نن (شنبه) د افغانستان او روسیې د ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه او د هېواد چاپندازانو وکولای شول شپږ پر صفر پایلې سره د روسیې لوبډله ماته کړي.

په دغو لوبو کې افغانستان وکولای شول د ګډون کوونکو ۹ هېوادونو ترمنځ درېیم مقام ترلاسه کړي.

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې تر دې مخکې هم په ډله‌ییز پړاو کې ښه ځلېدلې وه او د مجارستان، مغولستان او روسیې لوبډلې یې ماتې کړې وې.

د افغانستان یادې لوبډلې د «کوک‌پر» ۲۰۲۶ نړیوالو سیالیو په نیمه پایلوبه کې چې په قزاقستان کې ترسره شوېږه، د ۴ – ۲ په پایلې سره له ازبکستان څخه ماته خوړلې او پایلوبې ته له رسېدو پاتې شوه.

د «کوک‌پر» په سبک د وزلوبې نړیوالې سیالۍ د افغانستان، روسیې، مجارستان، مغولستان، ترکیې، ازبکستان، قزاقستان، چین او تاجکستان د لوبډلو په ګډون ترسره شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.