فیروزکوه (پژواک، ۱ وری ۱۴۰۵): د غور روغتیايي مسوولین په دغه ولایت کې د روان کال پر مهال د شري ناروغۍ پېښو له زیاتوالي خبر ورکوي او وایي، په تېرو لسو میاشتو کې د دې ناروغۍ له امله ۹۹۴ ماشومان په ولایتي روغتون کې بستر شوي چې شپږو یې ژوند له لاسه ورکړی دی. هغومی له کورنیو غواړي چې د نښو نښانو په لیدو سره خپل ماشومان ژر تر ژره روغتیايي مرکزونو ته ورسوي.
د شري ناروغي څه ډول ناروغي ده؟
د غور ولایتي روغتون ډاکټر فضلالحق فرجاد وایي، شری یوه ویروسي او ډېره ساري ناروغي ده چې تر ډېره ماشومان پرې اخته کېږي او د ټوخي، پرنجي او له ناروغ کس سره د نږدې تماس له لارې لېږدېږي.
ده وویل، دغه ناروغي عموماً له لوړې تبې، ټوخي، له پزې د اوبو له بهېدو او د سترګو له سرې کېدو سره پیلېږي او څو ورځې وروسته پر پوستکي سرې دانې راښکاره کېږي چې لومړی پر مخ ښکاري او وروسته د بدن نورو برخو ته خپرېږي.
غور کې د شري ناروغۍ پېښو زیاتوالی
ډاکټر فرجاد له پژواک سره په خبرو کې د روان کال پر مهال د شري ناروغۍ پېښو د زیاتېدو په اړه اندېښنه وښوده.
هغه وویل: «په تېرو لسو میاشتو کې ۹۹۴ ناروغان روغتون کې بستر او درملنه شوي دي چې له بده مرغه په دې موده کې د شري ناروغۍ له امله شپږ تنه مړه شوي هم دي. دا ناروغي له بده مرغه د خپرېدو په حال کې ده؛ ځکه چې ډېره ساري ده او له یوه ماشومه بل ماشوم ته ژر سرایت کوي.»
هغه زیاته کړه چې دا مهال هم په دغه روغتون کې پر شري اخته ۲۰ ماشومان بستر دي.
د ده په خبره، تېر کال د غور ولایتي روغتون کې د شري ۶۱۸ پېښې ثبت شوې وې، خو هيڅ د مرګ پېښه نه وه ثبت شوې.
هغه ټینګار وکړ چې که څه هم شری په ډېرو مواردو کې د درملنې وړ دی، خو کورنۍ باید د نښو په لیدو سره خپل ماشومان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته ورسوي، څو د ناروغۍ د لا خپرېدو مخه ونیول شي.
هغه میندې چې د دې ناروغۍ په اړه کافي معلومات نه لري
۲۹ کلنه نرګس چې د فیروزکوه ښار د درې قاضي سیمې اوسېدونکې او د څلورو ماشومانو مور ده، وایي چې اته میاشتنی ماشوم یې په شري اخته شو؛ له دې امله چې د ماشوم ناروغي یې جدي ونه ګڼله، حالت یې خراب شو.
هغې وویل: «لومړی زما ماشوم تبه او ټوخی درلود، ما په کور کې شته درمل ورکړل، خو څو ورځې وروسته یې سینه کې خش خش پیدا شو، نغس تنګي ورته پیدا شوه، اړه شوم چې ډاکټر ته یې یوسم؛ ډاکټرانو وویل چې د شري پر ناروغۍ اخته دی، سمدستي بستر شو، له نېکه مرغه اوس ورو ورو په ښه کېدو دی.»
نرګس وایي، ډېرې نورې میندې هم د خپلو ماشومانو ناروغي ساده ګڼي او په خپل سر درمل استفاده کوي چې دغه کار د ماشومانو حالت لا خرابوي.
هغې ټینګار وکړ چې د ښځو پوهاوی د ناروغیو د مخنیوي او درملنې برخه کې مهم رول لري او دې موضوع ته جدي پاملرنه یوه بېړنۍ اړتیا ده.
له بلې خوا، ۳۵ کلنه راضیه چې د فیروزکوه د مهاجرینو ښارګوټي اوسېدونکې ده او خپل ماشوم یې د شري ناروغۍ له امله ولایتي روغتون ته راوړی، وایي چې ناوخته یې ډاکټر ته مراجعه کړې ده.
هغې وویل: «درې ورځې شوې وې چې د ماشوم پر بدن مې د شري دانې وتلې وې، خو سخت تبه او سینهتنګي یې لرله. دلته راغلو، ډاکټران ښه رسېدنه کوي، خو ستونزه دا ده چې درمل موږ خپله اخلو. هیله لرو چې زموږ ماشوم هم ژر ښه شي. موږ ته چا د شري یا نورو ناروغیو په اړه څه نه دي ویلي، په اړه یې ډېر معلومات نه لرو.»
هغې هم له دولت او روغتیايي بنسټونو وغوښتل چې ښځو ته د ناروغیو په اړه پوهاوی ورکړي.
لسګونه زره ماشومانو ته د شري د واکسین تطبیق
د غور د عامې روغتیا رییس عبدالواحد حماس وویل: «په ټول غور کې مو د شري واکسین سراسري کمپاین پیل کړی و. زموږ ټیمونه په روغتیايي مرکزونو کې ناروغانو ته خدمات وړاندې کوي، همدارنګه لوی سکرینونه نصب شوي چې مراجعینو ته د ناروغیو په اړه پوهاوی ورکړل شي.»
هغه زیاته کړه چې په تېرو څه باندې لسو میاشتو کې له ۵۰ زره ډېرو ماشومانو په دغه ولایت کې د شري واکسین ترلاسه کړی او دغه بهیر لا هم دوام لري.
د هغه په خبره، اوس هم ټول هغه ماشومان چې پر شري اخته وي، کولای شي روغتیايي مرکزونو ته په مراجعې سره د واکسین او نورو روغتیايي پاملرنو ترڅنګ د ناروغیو په اړه لازم معلومات هم ترلاسه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP