شبرغان (پژواک، ۱ وری ۱۴۰۵): جوزجان کې کلیوالې ښځې کرنیزو ځمکو کې د کار، مالدارۍ او لبنیاتو د تولید له لارې د کورنیو د اقتصاد په جوړولو کې مهم رول لري؛ د غنمو او کنجد له کرلو نیولې د زعفرانو او لبني محصولاتو تر تولید پورې، دغو ښځو په خپلو هڅو نه یوازې د کورني ژوند څرخ اړولی، بلکې د سیمې په اقتصاد کې یې هم مهم رول لوبولی دی. هغوی د لا ډېر ملاتړ غوښتنه کوي.
د شبرغان ښار اړوند د «قورې کلي» یوه کروندګره ۴۰ کلنه حسینه وایي: «موږ درې جریبه ځمکه لرو او په خپلو ځمکو کې غنم، کنجد او ځینې سبزیجات لکه ګشنیز، پالک او شنه پیاز کرو. هغه حاصلات چې ترلاسه کوو، یوه برخه یې په کور کې مصرفېږي او بله برخه یې په بازار کې پلورو.»
هغې د اقتصادي ستونزو یادونه وکړه ویې ویل: «زما مېړه له زوی سره په ځمکو کې کار کوي او زه هم له خپلې لور سره د کرنیزو کارونو کې ورسره مرسته کوم. که د کال په اوږدو کې ښه حاصلات ترلاسه کړو، یوه برخه یې د کورنۍ د مصرف لپاره ساتو او بله برخه یې پلورو.»
هغې وویل چې د دوی په سیمه کې ډېرې ښځې له خپلو سړیو سره په ځمکو کې کار کوي او زیاته یې کړه: «په کرنه کې فعالیت نه یوازې د کورنیو له اقتصاد سره مرسته کړې، بلکې دا لامل هم شوی چې ښځې په ټولنه کې لا فعاله شي.»
هغې له دولت او د کرنې له ملاتړو بنسټونو غواړي چې د کروندګرو ښځو لپاره د کرنې، د حاصلاتو د ساتنې او د حاصلاتو د ښه راټولولو برخه کې اغېزناک روزنیز پروګرامونه جوړ کړي او همدارنګه اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره دې بزګرانو ته برابر کړي.»
همدارنګه د شبرغان ښار د خیرخانې کلي اوسېدونکې او کروندګره شبنم چې تر ډېره رعفران کري، له خپلو سږني حاصلاتو خوښي څرګندوي او وايي چې ډېری بزګران، په ځانګړي ډول ښځې، له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او اړتیا ده چې په بېلابېلو برخو کې ترې ملاتړ وشي.
هغې زیاته کړه: «شاوخوا څلور کاله کېږي چې زعفران کرم؛ په تېرو کلونو کې حاصلات ډېر د قناعت وړ نه وو، خو سږ کال مې پر دوه جریب ځمکه زعفران کرلي، نېکمرغه یم چې حاصلات یې د قناعت وړ وو. زموږ د محصولاتو خرڅلاو هم نسبتاً ښه و او وتوانېدو ډېر یې د نندارتونونو له لارې وپلورو.»
د شبنم په وینا، د زعفرانو د پلور له لارې ترلاسه کېدونکی عاید یې د شپږ کسیزې کورنۍ لپاره د پام وړ مرسته وه او هیله لري چې د دغه کار په دوام او د اړین ملاتړ په ترلاسه کولو سره به په راتلونکو کلونو کې خپل تولید او عاید نور هم زیات کړي.»
له بلې خوا، ۳۸ کلنه فاطمه چې د شبرغان ښار بله اوسېدونکې ده وایي: «موږ څو وزې او غواوې لرو او د هغو له شیدو مستې او پنیر جوړوو. دا محصولات کله کله په بازار کې پلورو او زموږ ګاونډیان یې هم اخلي، له همدې لارې د کور ځیني لګښتونه پوره کوو.»
فاطمه له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې له دې او نورو کروندګرو ښځو لا ډېر ملاتړ وکړي. هغې زیاته کړه که ورته یوه غوا برابره شي، کولای شي د هغې د ساتنې او د شیدو او نورو لبني محصولاتو د پلور له لارې ډېر عاید ترلاسه کړي.»
د هغې په باور، دا ډول ملاتړ کولای شي د کورنۍ اقتصادي وضعیت ښه کړي او زمینه برابره کړي څو د کورنۍ د ورځنیو لګښتونو لویه برخه پوره کړي.»
کارپوهان باور لري چې په دې برخه کې د پانګونې زیاتوالي او له ښځو د لا ډېر ملاتړ له لارې د کرنیزو تولیداتو کچه لوړېدای شي او د کورنیو اقتصاد پیاوړی کېدای شي.»
د جوزجان د کرنیزو چارو کارپوه محمدرسول سرداش وایي، ښځې د کرنې برخه کې ډېر مهم رول لري او د کلیو په ډېرو سیمو کې د کرنیزو فعالیتونو یوه مهمه برخه د ښځو له خوا ترسره کېږي. د کرلو او د حاصلاتو د ساتنې له پړاو څخه نیولې تر راټولولو او بازار ته د چمتو کولو پورې ښځې فعاله ونډه لري.»
د هغه په باور، د دغه رول د پیاوړتیا لپاره اړینه ده چې ښځو ته د روزنې زمینه، اصلاح شوو تخمونو، کیمیاوي سرو او د خرڅلاو بازارونو ته لاسرسی برابر شي.
هغه زیاتوي: «که د ښځینه بزګرانو لپاره منظم روزنیز پروګرامونه او تخنیکي او مالي ملاتړ برابر شي، نه یوازې د کرنیزو تولیداتو کچه لوړېږي، بلکې دا کار د کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه والي او د سیمې د اقتصاد په وده کې هم مرسته کوي.»
د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هم د ښځینه بزګرانو د ملاتړ لپاره د ترسره شوو اقداماتو او د راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کوي.
په همدې حال کې، د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ذبیحالله خیراندېش وویل چې د ښځینه بزګرانو د پیاوړتیا لپاره ګڼ اقدامات شوي دي. د هغه په وینا، د همکارو موسسو په مرسته د شبرغان ښار شاوخوا سیمو او ولسوالیو کې له ۲۵۰ څخه ډېر شنې خونې جوړې شوې دي چې د کارموندنې او د کورنیو د اقتصاد په وده کې مرسته کوي.
هغه زیاته کړه: «په جوزجان کې له ۵۰۰ څخه زیاتې ښځې د شنو خونو، د زعفرانو کرلو او د کرنې په نورو برخو کې په فعالیت بوختې دي. موږ په راتلونکې کې پلان لرو چې د ښځینه بزګرانو لپاره نور روزنیز او حمایوي پروګرامونه هم پیل کړو څو د کرنې او سیمهییز اقتصاد په وده کې د هغوی ونډه زیاته شي.»
هغه ټینګار وکړ چې د جوزجان ولایت ښځې د کرنې برخه کې مهم رول لري او د هغوی فعالیتونه، له کرنیزو محصولاتو له کرلو نیولې تر مالدارۍ او د لبني محصولاتو تر تولید پورې، د کورنیو پر اقتصاد او د هغوی د ژوند د وضعیت په ښه والي د پام وړ اغېز لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP