Language

ترمپ: په ایران کې د پوځي عملیاتو د کمولو په اړه غور کوو

کابل (پژواک، د ۱۴۰۵ کال د حمل ۱مه): د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ په داسې حال کې چې سیمې ته يې د نورو ځواکونو د لېږلو خبر ورکړی، وايي واشنګټن په ایران کې د پوځي عملیاتو د «تدریجي کمولو» په اړه غور کوي.

د الجزیرې د راپور له مخې، ترمپ ویلي چې امریکا « خپلو موخو رسېدو ته نږدې شوې» او په عین حال کې د پوځي عملیاتو د کمولو امکان هم ارزوي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د ټرمپ ادارې ۲۵۰۰ نور سمندري ځواکونه سیمې ته استولي او له کانګرسه یې غوښتي چې د جګړې د لګښتونو لپاره زیاته بودیجه ځانګړې کړي. سپینې ماڼۍ ویلي چې دا عملیات ښايي له ۴ تر ۶ اوونیو پورې دوام وکړي او اوس درېیمې اوونۍ ته داخل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ بریدونه روان دي.

راپورونه ښيي چې د ایران په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول تهران کې د بریدونو له امله لسګونه کسانو ژوند له لاسه ورکړی. دغه راز ایران هم په سیمې کې د امریکا پر هدفونو د بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پر مټ ځوابي بریدونه کړي دي.

امریکایي چارواکو ویلي چې د دې جګړې موخه د ایران د پوځي وړتیاوو کمزوري کول او د ګواښونو محدودول دي؛ خو د جګړې د مودې او د پای د څرنګوالي په اړه یې وضاحت نه دی ورکړی.

د راپورونو له مخې، په دې نښتو کې په ایران کې له ۱۴۰۰ ډېر کسان، په لبنان کې له ۱۰۰۰ ډېر کسان او دغه راز د اسراییلو او امریکایي ځواکونو یو شمېر کسان وژل شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.