Language

ایران پر اسراییل تازه توغندیز بریدونه کړي

کابل (پژواک، ۲ وری۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، ایران د اسراییل پر جنوبي سیمو تازه توغندیز بریدونه کړي چې له امله یې د اراد او دیمونا ښارونو کې تر سلو ډېر کسان ټپیان شوي دي.
الجزیرې راپور ورکړی چې دغه بریدونه تېره شپه د نطنز اټومي تأسیساتو په نښه کېدو په غبرګون کې ترسره شوي دي.
سرچینې لیکلي چې د اسراییل هوايي دفاعي سیستم لږ تر لږه د دوو توغندیو په شنډولو کې پاتې راغلی دی.
په راپور کې راغلي چې د دغو بریدونو له امله د اراد او دیمونا په ښارونو کې تر ۱۰۰ ډېر اسراییلیان ټپیان شوي او ځینې ودانۍ هم ویجاړې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.