Language

د هرمز تنګي پر سر د امریکا او ایران متقابل ګواښونه

کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی چې که ایران د هرمز تنګی پرا نه نیزي، نو د دغه هېواد برېښناکوټونه به په نښه کړي؛ ایران هم ګواښ کړی چې په ځواب کې به د امریکا د انرژۍ بنسټونه په سیمه کې هدف وګرځوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ایران په ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګی په بشپړ او خوندي ډول پرانه نېزي، امریکا به د ایران برېښناکوټونه تر برید لاندې راولي.
ټرمپ په «تروث سوشال» کې لیکلي: «که ایران د هرمز تنګی په بشپړ ډول پرانه نیزي، متحده ایالات به د دغه هېواد برېښناکوټونه، له تر ټولو لوی څخه پیل او له منځه یوسي.»
دا ګواښ داسې مهال کېږي چې د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ جګړه څلورمې اوونۍ ته داخله شوې او په سیمه کې کړکېچ ډېر شوی دی.
د دغو څرګندونو په غبرګون کې، د ایران پوځ ویلي چې که د دغه هېواد د انرژۍ پر تاسیساتو برید وشي، نو په سیمه کې به د امریکا ټولې د انرژۍ زیربناوې په نښه کړي.
د هرمز تنګی، چې د نړۍ له مهمو د نفت او ګاز د لېږد له لارو شمېرل کېږي، په وروستیو ورځو کې نږدې تړلی پاتې شوی، چې له امله یې د تیلو بیې لوړې شوې او نړیوال بازارونه بې‌ثباته شوي دي.
ایراني چارواکو ویلي چې دا تنګی د ټولو هېوادونو پر مخ خلاص دی، خو د امریکا او د هغې د متحدینو کښتیو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.
بلخوا، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ادعا کړې چې په دې سیمه کې پر کښتیو د برید لپاره د ایران وړتیا تر ډېره کمزورې شوې ده. د امریکايي چارواکو په وینا، وروستیو هوايي بریدونو د ایران ځینې پوځي تاسیسات، لکه د بېړۍ ضد توغندیو د ساتنې مرکزونه، له منځه وړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.