Language

په کونړ او پکتیکا کې پر ملکي خلکو د پاکستان ډزې؛ یو تن شهید شوی او یوه ښځه ټپي ده

کابل (پژواک، ۲ وری۱۴۰۴): د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، د پاکستان پوځي رژیم نن یو ځل بیا په کونړ او پکتیکا کې پر ملکي خلکو ډزې کړي چې له امله یو تن شهید شوی او یوه ښځه ټپي ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملاحمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د پاکستان پوځي رژیم نن
سهار نهه نيمې بجې د کونړ ولایت ناړۍ ولسوالۍاړوند پر شانپټ سیمه د هاوان ډزې کړي دي.
هغه لیکلي چې په دغه برید کې یو ملکي کس شهید شوی او یوه مېرمن ټپې شوې ده.
دغه راز فطرت لیکلي چې پاکستان لوري د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي خلکو پر یوه موټر ډزې کړې، خو چاته په کې زیان نه دی اوښتی.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او پاکستان د کوچني اختر په مناسبت اوربند اعلان کړی.
خو د پاکستان پوځي رژیم څو ځله اوربند مات کړی او د اختر په شپو ورځو کې یې پر کونړ او نورستان یریدونه کړي او ملکي وګړو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.
حسرت

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.