Language

هرات ښار کې د کارګرانو راټولېدو ځای؛ د کار پیدا کېدو لپاره اوږد انتظار

هرات (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۵): هرات ښار کې یو شمېر هغه کارګران – چې ورځ‌مزدوری کوي – وايي چې پر چوک له اوږده انتظار سره سره یوازې په اونۍ کې یوه یا دوه ورځې کار ورته پیدا کېږي؛ په داسې حال کې چې اقتصادي کارپوهان د دوامدارو کاري فرصتونو پر رامنځته کېدو ټینګار او مسوولین د کارموندنې زمینو برابرولو لپاره د هڅو خبره کوي.

د هرات ښار په یوه چوک کې سلګونه کسان له سهار وختي د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره راټولېږي؛ هر یو له کوچنۍ هیلې او د کار لپاره له چمتووالي سره ولاړ وي. دا هغه ځای دی چې هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ کارګران راټولېږي څو ښايي یو کار ورکوونکی راشي او دوی له ځان سره د یوې ورځې کار ته بوځي.

په دغو کارګرانو کې داسې کسان هم دي چې په څېره کې یې ستړیا او اندېښنه له ورایه ښکاري، هغوی د خپلو کورنیو یوازېني نفقه برابروونکي دي؛ هغه کورنۍ چې په کور کې د هغوی د ستنېدو انتظار باسي، څو له ځان سره لږې پیسې یا خوراکي توکي یوسي.

سیداحمد، یک تن از این کارگران که سال‌ها قبل به دلیل بیکاری به ایران مهاجر شده بود، در صحبت با پژواک گفت، حدود هفت ماه می‌شود که از ایران به هرات بازگشته‌ و اکنون برای تأمین زنده‌گی خانواده‌اش کارگری می‌کند؛ اما کار پیدا کردن یا روزمزد در این ولایت امری آسان نیست.**

یو له یادو کارګرانو سیداحمد دی چې څو کاله مخکې د بېکارۍ له امله ایران ته کډوال شوی و.

هغه پژواک ته وویل چې شاوخوا اووه میاشتې کېږي له ایرانه بېرته هرات ته راستون شوی او اوس د خپلې کورنۍ اړتیاوو پوره کولو لپاره مزدوري کوي؛ خو په دغه ولایت کې د کار پیدا کول اسانه کار نه دی.

هغه په خواشینۍ سره وویل: «هره ورځ سهار دغه ځای ته راځو، تر ناوخته انتظار باسو؛ خو کار کم دی، ښايي په اونۍ کې یوازې یوه یا دوه ورځې کار پیدا کړو.»

د هغه په خبره، د کار د کمښت ترڅنګ د خوراکي توکو د بیو لوړوالی هم د دوی پر ژوند لا زیات فشار راوړی دی.

د همدې څلورلارې په بله څنډه کې یو بل ځوان علي‌احمد ولاړ و، هغه وايي، ان د اختر لپاره د یو جوړ جامو اخیستو وس هم نه لري.

هغه زیاته کړه: «ډېری دغه کسان چې دلته د کار لپاره راغلي، له همداسې حالت سره مخ دي، کله چې کار نه وي، انسان له خپلې کورنۍ هم شرمېږي.»

د هغه په خبره، په دغه چوک کې ډېری کارګران له ناهیلۍ سره د داسې یوه کار په تمه دي چې له لارې یې لږ تر لږه د خپلو کورنیو لومړني لګښتونه برابر کړي.

هرات ښار کې بل کارګر حمیدالله هم ورته شکایت لري او وايي چې سخت ژوند تېروي؛ ځکه ډېری ورځې بېکاره پاتې کېږي او تش لاسونه بېرته کور ته ستنېږي.

هغه وایي چې حکومت باید خلکو ته د کارموندنې لپاره جدي ګامونه واخلي.

د هغه په باور، په صنعتي ښارګوټو او همدارنګه د کرنې او مالدارۍ برخه کې ډېر ظرفیتونه شته چې که سم مدیریت شي، د ډېرو خلکو لپاره د کار زمینه برابرولی شي.

هغه زیاتوي چې دغه چوک ته ته د بېلابېلو عمرونو کسان د کار لپاره راځي؛ له ځوانانو نیولې تر منځني عمر لرونکو نارینه وو پورې، ټول د یوه کار په لټه کې دي.

په همدې حال کې، اقتصادي کارپوهان هم باور لري چې یوازې امنیت د خلکو د ژوند ښه کېدو لپاره بسنه نه کوي، بلکې د خلکو د معیشت مسئلې ته هم باید جدي پاملرنه وشي.

هرات کې اقتصادي کارپوه آقاګل حیدري باور لري چې د بېکارۍ کمولو لپاره باید د صنعتي ښارګوټو او فابریکو پر جوړېدو او د پانګه‌والو پر جلب کار وشي، څو خلکو ته د دوامدار کار زمینه برابره شي.

د هغه په خبره، افغانستان د کرنې او مالدارۍ برخه کې پراخ ظرفیتونه لري او که دا برخې په اغېزناک ډول مدیریت شي، کولی شي ډېر کاري فرصتونه رامنځته کړي.

بل لور ته، حکومتي مسوولین وايي چې د کاري زمینو برابرولو لپاره هڅې روانې دي.

د هرات د کار او ټولنیزو چارو رییس حافظ میرزا ابومحمد منصور پژواک ته وویل چې د روان کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې د دې ادارې له خوا د دغه ولایت اوسېدونکو ته دوه زره او ۵۲۵ د کار جوازونه وېشل شوي دي.

د هغه په خبره، هڅې روانې دي څو د هرات اوسېدونکو ته نور د کار جوازونه هم صادر شي او د کار پراخ فرصتونه برابر شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.