Language

د قطر یوه چورلکه د دغه هېواد تر واک لاندې سمندر کې لوېدلې ده

کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۵): د قطر د دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد تر واک لاندې سمندر کې د یوې چورلکې له لوېدو وروسته، د لټون او ژغورنې عملیات پیل شوي دي.

ګلف‌نیوز د قطر د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې راپور ورکړی چې دغه چورلکه د یوه عادي ماموریت پر مهال له تخنیکي ستونزې سره مخ شوې او په سمندر کې لوېدلې ده.

د راپور له مخې، د قطر د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې ځانګړو ډلو د دغې چورلکې د لټون او ژغورنې عملیات پیل کړي دي.

سرچینې زیاته کړې چې د چمتو ځواکونو ترمنځ همغږي په دوامداره توګه روانه ده، څو د ټاکل شوو سیمو په کچه د لټون عملیات په هر اړخیز ډول ترسره شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.