Language

د غزني په خوګیاڼو کې د ښوونځیو او ښوونکو کمښت؛ زده‌کوونکي له ستونزو سره مخ دي

غزني (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۵): د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې په دې ولسوالۍ کې د ښوونځیو او ښوونکو د کمښت له امله سلګونه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې او له ستونزو سره مخ دي؛ بلخوا چارواکي هم دا ستونزه مني او وایي چې د حل لپاره یې د نوو ښوونکو ګومارلو او د ښوونیزو اسانتیاوو پراختیا هڅې روانې دي.

د یادې ولسوالۍ یو قومي مشر حاجي روزي‌ګل پژواک ته وویل چې خوګیاڼي شاوخوا ۱۲۰ کلي لري او ډېرې سیمې یې غرنۍ دي چې له امله یې د زده‌کوونکو لپاره له یوې سیمې بلې ته تګ راتګ ستونزمن دی، خو بیا هم په ټوله ولسوالۍ کې یوازې څلور رسمي ښوونځي فعالیت لري.

هغه زیاته کړه: «د ښوونځیو شمېر ډېر کم دی، ډېر زده‌کوونکي اړ کېږي چې د زده‌کړو لپاره اوږدې فاصلې ووهي، خو ځینې کورنۍ د لارې د سختوالي له امله خپل ماشومان ښوونځي ته نه شي لېږلی.»

یو بل قومي مشر محمدعارف هم په دې ولسوالۍ کې د ښوونځیو او ښوونکو کمښت جدي ستونزه بولي او وایي چې په موجوده ښوونځیو کې د زده‌کوونکو شمېر ډېر لوړ دی.

د هغه په خبره: «په ځینو ټولګیو کې تر سلو ډېر زده‌کوونکي ناست وي او یو ښوونکی اړ کېږي چې ډېرو ماشومانو ته درس ورکړي، په داسې حالت کې د زده‌کړو کیفیت هم ټیټېږي.»

ټولنیز کارپوه عبدالمتین غزنوي پژواک ته وویل، په هغو سیمو کې چې نفوس یې زیات او کلي یې له یو بل څخه لرې وي، باید د کوچنیو سیمه‌ییزو ټولګیو ترڅنګ د لومړنیو او منځنیو ښوونځیو جوړولو ته لومړیتوب ورکړل شي.

هغه زیاته کړه: «کله چې په یوه ټولګي کې تر سلو زیات زده‌کوونکي ناست وي، نو ښوونکی نه شي کولای ټولو ته په سمه توګه درس ورکړي. دا کار د زده‌کړو پر کیفیت منفي اغېز کوي او ډېر ماشومان له زده‌کړو زړه‌توري کوي.»

د نوموړي په خبره، حکومت او مرستندویې ادارې باید په ګډه کار وکړي څو په لرو پرتو سیمو کې د ښوونځیو شمېر زیات، د ښوونکو کمښت حل او د زده‌کوونکو لپاره مناسب تعلیمي چاپېریال برابر کړي.

ورته مهال، د خوګیاڼو ولسوالۍ ولسوال ملا محمدنعیم هم دا ستونزه مني او وایي چې د ښوونځیو او ښوونکو کمښت د زده‌کوونکو لپاره ګڼې ستونزې رامنځته کړې دي.

نوموړي پژواک ته وویل: «په ټوله ولسوالۍ کې څلور ښوونځي لرو چې ځینې یې د احاطې دېوالونه، تشنابونه، اوبه، کتابونه او نورې لومړنۍ اسانتیاوې هم نه لري.»

د هغه په خبره، په دغو څلورو ښوونځیو کې نږدې ۵۰ ښوونکي دنده ترسره کوي چې د ټولې ولسوالۍ لپاره یې شمېر ډېر کم دی.

هغه زیاته کړه چې په ولسوالۍ کې ځینې لویې سیمې لکه شیخ‌اغا، خیراباد او سیدان داسې سیمې دي چې هيڅ ښوونځی نه لري او د دغو سیمو سلګونه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي.

د غزني د پوهنې رییس مولوي نصیراحمد حسيني پژواک ته وویل چې د څلورو رسمي ښوونځیو ترڅنګ په ولسوالۍ کې ۱۵ سیمه‌ییز ټولګي هم فعال دي چې د ماشومانو د ملاتړ نړۍوال صندوق (یونیسف) له لوري پر مخ وړل کېږي او سربېره پر دې په یو شمېر سیمو کې کلیوالي مدرسې هم جوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې شته ښوونځي د ولسوالۍ د اړتیاوو لپاره بسنه نه کوي او هڅه کوي چې دې برخې ته لا زیاته پاملرنه وشي.

دی زیاتوي چې د ښوونکو کمښت یوه جدي ستونزه ده او پلان لري چې د راتلونکي کال په ترڅ کې تر ۲۵ پورې نوي ښوونکي په عاجله توګه وګوماري څو د زده‌کوونکو ستونزې تر یوه بریده حل شي.

د یادونې ده، خوګیاڼي د غزني یوه له غرنيو ولسوالیو ده چې ګڼ شمېر کلي لري او د ښوونیزو اسانتیاوو محدودیت په کې له کلونو راهیسې د اوسېدونکو له مهمو اندېښنو بلل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.