Language

واشنګټن: امریکایان دې په ټوله نړۍ کې د امنیتي خبرداریو لارښوونې تعقیب کړي

کابل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۵): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په بهر کې مېشت امریکایان باید د دې هېواد د نږدې سفارت یا قونسلګرۍ له خوا د خپرو شوو امنیتي خبرداریو لارښوونې تعقیب کړي.

د امریکا دمتحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په ټوله نړۍ کې له خپلو اتباعو ، په ځانګړي ډول په منځني ختیځ کې، غوښتي چې احتیاطي تدابیر د ونیسي.

په اعلامیه کې راغلي چې د امریکا دیپلوماتیک تأسیسات، حتی له منځني ختیځ څخه بهر هم، په نښه شوي دي او «د ایران پلوي ډلې» کېدای شي د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د امریکا نورې ګټې او له دې هېواد او د هغه له اتباعو سره تړلي ځایونه هم په نښه کړي.

دغه خبرداری په داسې حال کې خپور شوی چې د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ کړکېچ او نښتې ورځ تر بلې زیاتېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.