Language

اسلامي امارت یو بندي امریکایي تبعه «ډینس کویل» خوشې کړ

کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۵): د بهرنیو چارو وزارت وایي، اسلامي امارت د کوچني اختر په مناسبت یو تن امریکایي تبعه «ډینس کویل»، چې د افغانستان له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې له امله نیول شوی و، آزاد کړ.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «د یاد بندي کورنۍ د اختر د مبارکو ورځو په مناسبت، او د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له محترم مقام څخه د شفقت او عفوې د غوښتنې پر بنسټ، د هغه د آزادولو غوښتنه کړې وه. د سترې محکمې د محترم مقام له لوري د نوموړي پخوانی حبس کافي وبلل شو، او نن په کابل کې خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.»

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت دا اقدام د بشري خواخوږۍ او نېک نیت پر بنسټ ترسره کوي، او باور لري چې دا ډول ګامونه کولای شي د هېوادونو ترمنځ د باور فضا لا پیاوړې کړي.

دغه راز یاد وزارت هیله څرګنده کړې چې دواړه هېوادونه به په راتلونکي کې د تفاهم او رغنده خبرو اترو له لارې پاتې ستونزو ته د حل لارې ومومي.

بهرنیو چارو وزارت له متحده عربي اماراتو څخه په دې برخه کې د اسانتیاوو برابرولو او همکارۍ له امله مننه کړې ده.

د یادونې ده چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي هم نن په کابل کې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر، سیف الکتبي او په افغانستان کې «د امریکايي اسیر ډینس کویل» د کورنۍ غړي «لي» سره کتلي دي.