Language

هلمند کې کانال ته د موټر لوېدو له امله پنځو تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

لښکرګاه (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۵): د هلمند ولایت په ګریشک ولسوالۍ کې يوه کانال ته د موټر د لوېدو پېښه کې دوو تنو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.

د هلمند د اطلاعاتو کلتور ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت وایې، دغه پېښه د موټرچلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، امنیتي ځواکونو ټپیان د ګرشک ولسوالۍ روغتون ته لېږدولي او مړي یې د هغوی کورنیو ته سپارلي دي.

وحدت وايي چې د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.