غزنيښار (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۴): د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي چې د کوچني اختر ورځو کې له ۱۲۰ زره ډېرو کورنيو سيلانيانو د دغه ولایت له تاريخي او تفريحي سيمو ليدنه کړې ده.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس ملا حميدالله نثار پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د ګرځندوی صنعت د پام وړ وده کړې ده.
هغه زیاته کړه، د نوي کال په لومړيو ورځو او د کوچني اختر په مناسبت له بېلابېلو ولايتونو شاوخوا ۱۲۰ زره سيلانيان غزني ته راغلي او د دغه ولايت له تاريخي او طبيعي جاذبو يې ليدنه کړې ده.
د نوموړي په خبره چې د تېرې اونۍ په ترڅ کې د غزني سلطان بند، سرده بند، د خواجه عمري ولسوالۍ تفريحي سيمې، زيارتونه، تاريخي ځايونه او نورې طبيعي او لرغونې سيمې هغه ځایونه دي چې تر ټولو زيات سيلانيان يې ځان ته ورجلب کړي وو.
نثار وویل، په غزني کې د سيلانيانو زياتوالی د هېواد د سراسري امنيت ټينګښت او د خلکو ترمنځ د يووالي او ورورولۍ پايله ده.
هغه زياته کړه چې د غزني سيمهييزو مسوولينو هم د سيلانيانو لپاره مناسبې اسانتياوې برابرې کړې دي او هڅې روانې دي څو د سیل نورې سيمې وپېژندل شي او په دغه ولايت کې د ګرځندوی صنعت لا پراخ شي.
په همدې حال کې، غزني ته راغلي سيلانيان هم خوښ دي او غوښتنه کوي چې دغه ولايت ته دې لا زياته پاملرنه وشي.
له اروزګانه راغلي سيلاني جاوېد پژواک ته وويل چې په دغه موسم کې يې څلور ولايتونه کتلي، خو غزنی يې زيات خوښ شوی؛ ځکه چې په خبره یې، دا يو تاريخي او لرغونی ولايت دی.
د يادونې ده، غزني د هېواد له مهمو تاريخي او طبيعي ولايتونو دی چې هر کال د خپلو تاريخي اثارو او تفريحي سيمو له امله ګڼ شمېر کورني او بهرني سيلانيان ځان ته ورجذبوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP