Language

بحرین د هرمز تنګي کې د کښتۍ تګ راتګ د خوندي کولو لپاره د امنیت شورا د اقدام غوښتنه وکړه

کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۵):بحرین د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوه پرېکړه‌لیک مسوده وړاندې کړې، چې له مخې به یې هېوادونو ته اجازه ورکړل شي څو د هرمز تنګي کې د سوداګریزو کښتیو د خوندي کولو لپاره له «ټولو اړینو وسیلو» څخه کار واخلي.

د رویټرز د راپور له مخې، دیپلوماتان وایي چې دا طرحه د خلیج عربي هېوادونو او امریکا له ملاتړ برخمنه ده، خو د تصویب امکان یې کم دی، ځکه روسیه او چین ښايي پرې وېټو ولګوي.

په دې مسوده کې د ایران اقدامات د نړیوالې سولې او امنیت لپاره ګواښ بلل شوي او له تهران څخه غوښتنه شوې چې ژر تر ژره پر سوداګریزو کښتیو بریدونه او د سمندري تګ راتګ د ګډوډولو هر ډول هڅې ودروي.

هرمز تنګی د نړۍ له مهمو نفتي لارو څخه دی او د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه نفت له همدې لارې لېږدول کېږي. د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو له امله په دې مسیر کې د کښتیو تګ راتګ په شدیده توګه کم شوی دی.

بل لور ته، فرانسې هم یوه جلا مسوده وړاندې کړې چې نسبتاً نرمه ژبه لري او په کې د ایران نوم نه دی یاد شوی. دغه طرحه د ترینګلتیاوو پر کمولو، د خلیج فارس د نښتو پر درولو او د ډیپلوماسۍ پر بیا پیل ټینګار کوي.

د فرانسې په مسوده کې د زور پر ځای هېوادونه هڅول شوي چې د دفاعي اقداماتو او نړیوالې همغږۍ له لارې، د نړیوالو قوانینو سره سم د کښتۍ تګ راتګ امنیت تأمین کړي.

راپور زیاتوي چې د سیمې روانې ترینګلتیاوې د هرمز تنګي کې د بحران د پراخېدو او پر نړیوالو انرژۍ بازارونو د هغې د اغېزو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.